کور / تازه خبرونه / پاكستان: د نيويارك ټايمز راپور چټيات دي

پاكستان: د نيويارك ټايمز راپور چټيات دي


پاكستان د نيويارك ټايمز له خوا هغه خپور سوى راپور چټيات وباله، چي ګواكي پاكستاني استخبارات په كابل كي د هند پر سفارت په ځانمرګي بريد كي لاس لري.
د پاكستان د كورنيو چارو وزرات وياند محمدصادق چي سريلانكا ته په سفر تللى، نن غرمه مطبوعاتو ته وويل هيڅ داسي اسناد وجود نه لري چي د هند پر سفارت په بريد كي د پاكستان لاس لرل ثابت كړي.
د جولاى پر اوومه په كابل كي دهند پر سفارت ځانمرګى بريد وسو، چي د څلورو هندي ډيپلوماتانو په ګډون يې د پنځوسو په شاوخوا كي كسان مړه او ۱۶۹ كسان ټپيان كړل.
كه څه هم افغان چارواكو د دې بريد مسوليت په لومړۍ ورځ لا د پاكستان د استخباراتو پر غاړه ور اچولى و، خو دا لومړى ځل دئ چي امريكا يې هم د مسوليت ګوته پاكستان ته ونيول.