کور / تازه خبرونه / كندهار: روهي بهير د لطيف پدرام څرګندوني وغندلې

كندهار: روهي بهير د لطيف پدرام څرګندوني وغندلې


د روهي ادبي بهير اونيزه غونډه د اعليحضرت غازي امان خان په باب د لطيف پدرام وروستيو څرګندونو ته ځانګړې وه، چي ګډونوالو يې د افغانستان د آزادۍ ستوري (غازي امان الله خان) ته د لطيف پدرام سپكاوى په كلكه وغانده.
د روهي بهير په دې غونډه كي چي د جولاى پر ۳۱- مه د پنجشنبې په ورځ جوړه سوه، دكندهار د ادبي او فرهنګي ټولنو په لسګونو كسانو ګډون كړى و.
غونډي ته د وينا پر مهال د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار له ولسمشر حامد كرزي څخه هيله وكړه، چي لطيف پدرام ملي ارزښتونو ته د سپكاوي په تور محاكمه كړي او د دغسي كسانو د بې مسوليته څرګندونو د مخنيوي دپاره جدي ګامونه پورته كړي.
نوموړي وويل: د ايډيالوژۍ ماته تر هري ماتي سخته ده، پدرام په كمونيزم او فدراليزم كي سخته ماته خوړلې، ځكه اوس خپلي عقدې د لېونتوب تر بريده د ملي ارزښتونو په سپكاوي سړوي او دولت بايد دغه كسان محاكمه كړي.
محمديار وويل: پدرام به هيڅكله خپل دې شوم ارمان ته ونه رسېږي، ځكه موږ وينو چي د هيواد په بېلابېلو سيمو كي ولسونو د هغه د څرګندونو په باب خپلي كركي څرګندي كړې او هغه ته يې د سزا غوښتنه وكړه.
ښاغلي محمديار زياته كړه، چي ملي مشرانو ته د پدرام سپكاوى افغان ملت ته دا پيغام وركوي، چي د ده او بادارانو په وړاندي يې ودرېږي او خپل يووالى وساتي.
ليكوال او شاعر ښاغلي نوراحمد قرانمل وويل: پدرام په پرديو پوري تړلى شخص دئ، هرڅه د نورو په اشاره كوي. يو وخت كمونيست و، بيا يې د اقليتونو د حقونو دعوه كول، وروسته د اخوانيانو غېږي ته ولوېدئ او اوس يې د اېران غېږي ته ځان اچولى او د هغوى په لمسون يې د افغانانو د ملي مشرانو سپكاوي ته ملا تړلې ده.
ليكوال او ژورناليست احمد فرزان هم په خپلو څرګندونو كي د آزادۍ د ستوري په وړاندي د لطيف پدرام څرګندوني كلكي وغندلې او له عدلي او حقوقي ادارو څخه يې نوموړي ته د سزا غوښتنه وكړه.