کور / تازه خبرونه / CIA : په كابل كښي پر هندي سفارتخانې بريد ISI کړئ دئ

CIA : په كابل كښي پر هندي سفارتخانې بريد ISI کړئ دئ

د امريكا يوې جاسوسي ادارې خبر وركړى چې د جولاى د مياشتې په اوومه په كابل كې هند سفارتخانې ته څېرمه په ځانمرګي بريد كې د پاكستان د جاسوسي اداره ( اى ايس اى ) لاس لري .


په نيويارك ټايمز كې  د خپور شوي يو راپور له مخې په ځانمرګې بريد كې د پاكستان د يادې شوې ادارې چارواكو او په بريد كې د ښكېلو ډلو تر مينځ داسي اړيكې نيول شوې دي چې په كې په ډاګه شوې ده چې په بريد كې د پاكستان اى ايس اى په پوره توګه لاس لري .


د سر چينې د راپور له مخې دا په ډاګه كېږي چې د پاكستان دغه اداره په افغانستان كې مېشتو اتلافي ځواكونو ته هم په خنډونو را مينځته كولو اخته ده .


په راپور كې دا هم په ډاګه شوې ده چې د امريكا د جاسوسي ادارې واكمنان پوهېږي چې د اى ايس اى دغه مامورين په خپل سر نه بلكې د يو شمېر لوړ رتبه پاكستاني افسرانو په نغوته دغه كار كوي .


چې دغه كار به پاكستان د ترهګرۍ په ضد په جګړه كې يو ناباوره هېواد كړي .


د راپور له مخې د پاكستان د يادې شوې ادارې د ورته كاورونو له امله د هندوستان او پاكستان خپلمينځي  اړيكې هم د خرابېدو تر پولې رسېدلې دي