کور / تازه خبرونه / کرکټ : نیمه پایلوبه – افغانستان بېټېنګ کوي، ۹۸ منډی، ۷ سوځېدلی

کرکټ : نیمه پایلوبه – افغانستان بېټېنګ کوي، ۹۸ منډی، ۷ سوځېدلی

هانګ کانګ دافغانستان ۷ منډه جوړونکي وسوځول ، د افغانستان ایله دری ویکټې پاتې دي ، ۹۸ منډه شوي افغانستان باید ۵۷ منډه جوړې کړي تر څو له هانګ کانګ نه لوبه وګټي.
داسې ښکاري چې افغان منډه وهونکي بیا کمزوري شول ، پنځه لوبغاړي وسوځېدل ، ۸۸ منډی شوي دي. ۳۲ اورونه وشول. افغان منډه جوړونکو یو بل لوبغاړی هم له لاسه ورکړ ، افغانستان اوس ۷۳ منډی کړي او ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي. افغان منډه جوړونکو ۶۶ منډی وکړی ، دوه سوځېدلي ، ۲۵ اورونه شوي دي. افغان منډه جوړه ونکو ۵۰ منډی وکړلې ، ۲ سوځېدلي ، ۲۱ اورونه شوي دي. افغان منډه وهونکو ۳۵ منډی جوړی کړي ، ۲ سوځېدلي ۱۸ اورونه شوي دي. افغان منډه وهونکو ۲۸ منډی جوړی کړلې خو دوه سوځېدلي ، ۱۲ اورونه شوي دي. افغانستان ۱۹ منډی وکړی ، نهه اورونه شوي یو سوځېدلی. دافغانستان منډه جوړونکي میدان ته ننوتل ، دوه منډی شوي یو سوځېدلی پنځه اورونه هانګ کانګ کړي. افغانستان د کرکټ اتلې لوبډلې نن په مالیزیا کې خپله نیمه پایلوبه له هانګ کانګ سره وکړه ، په سر کې هانګ کانګ خپل لوبه پيل کړه خو افغان بالرانو د هانګ کانګ نهه لوبغاړي په ۱۵۴ منډو وسوځول ، افغان کرکټر وتلی تکړه بالر اتل ستوري هستي ګل عابد دری ویکټې واخیستې او له دی سره یې خپل لوبډله د بالینګ په لحاظ ستر بري ته مخامخ کړه.