کور / تازه خبرونه / پكتيا: يو منځنى ښوونځى ګټي اخيستني ته چمتو شو

پكتيا: يو منځنى ښوونځى ګټي اخيستني ته چمتو شو


د غه منځنى ښوونځى د سلام خېلو په نوم يادېږي چي د پكتيا ولايت د احمد اباد په ولسوالي كي موقعيت لري، دا ښوونځى په دوو پوړو كي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى چي پر يوه وخت ۶۰۰ زده كوونكي پكي زدكړه كولاى شي ، دا ښوونځي ۱۶ درسي او اته د لابراتوار او كتابتون په شمول اداري خوني لري، چي ټول لګښت يې دوه سوه زره امريكايي ډالره شوى د ګرديز پي آر ټي لخوا وركړل شو، په دې مراسمو كي چي امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيس او د پوهني پر رئيس سر بېره د پكتيا والي ښاغلي الحاج جمعه خان همدرد هم ګډون كړى وو، نوموړي داسي وويل : په ټوله پكتيا كي ۵۴ ښوونځيو باندي عملا كار روان دى او شپږ ښوونځي په احمد اباد ولسوالي كي تر كار لاندي دي او تاسو به سږ كال كي د لسګونو ښوونځيو د پرانيستلو شاهدان واوسئ.