کور / راپور / داعش ډلي ادعا کړې چي د سرېلانکا بريدونه دوی کړي دي

داعش ډلي ادعا کړې چي د سرېلانکا بريدونه دوی کړي دي

داعش ډلي ادعا کړې ده چي په سرېلانکا کي پر کلېساوو او هوټلونو باندي دوی بريدونه کړي دي.

د سريلانکا په پلازمېنه او نورو ښارونو کي بریدونو  شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او له ٥٠٠ نه زیات ئې ژوبل کړل.

د داعش ډلې ته په منسوبې ویپاڼې (اعماق) کي د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۳) دا ادعا سوې ده، خو دې ډلې کوم داسې کره شواهد او اسناد نه دي خپاره کړي چي وښيي رښتیا هم بریدونه دغې ډلې کړي دي.

په همدې حال کې د سريلانکا د دفاع ایالتي وزیر پارلمان ته ویلي دي چې د هغوی ابتدايي تحقیقات ښيي چې دا بریدونه د نیوزیلنډ په کریسچرچ کې پر جوماتونو باندې د وسله والو بریدونو په غچ کې سوي دی. خو وزیر نه دي ویلي چي د دوی ابتدايي تحقیقاتو د کومو اسنادو په اساس دا خبره کړې ده.

تېره میاشت په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو وسله وال بریدونه وسول چي لسګونو کسانو ته ئې مرګژوبله واړول.

د سرېلانکا پوليس وايي، چي د بريدونو په تړاو ئې ۴۰ تنه مشکوک کسان نيولي دي.