کور / #PTM / د شهيد نقيب الله مسيد مېرمن: “په آخري خبرو اترو کي شهيد مسيد راڅخه د خپل زوی د ويډيو غوښتنه کړې وه”

د شهيد نقيب الله مسيد مېرمن: “په آخري خبرو اترو کي شهيد مسيد راڅخه د خپل زوی د ويډيو غوښتنه کړې وه”

د شهيد نقيب الله مسيد مېرمني د لومړي ځل لپاره د ميډيا پر مخ د خپل خاوند سره د ژوند تېرولو خاطرې د خلګو سره شريکي کړي دي.

شهيد نقيب الله مسيد يو کال وړاندي په کراچي کي د پوليسو لخوا چي مشري ئې راو انور کول په جعلي ډزو کي ووژل سو.

جيو ټلويزون د نقيب مسيد د مېرمني ميرقداني سره مرکه کړې او هغې په دې  مرکه کي ويلي، چي د خپل خاوند سره ئې د خوښيو ډک ژوند درلود.

هغه وايي، د خپل خاوند عزت ئې کاوه او هغه هم دې ته په درنه سترګه کتل او نوموړی د ډېرو غوره اخلاقو خاوند ځوان وو.

میرقدانه وایي” تاسو به ارومرو د نقیب الله انځورونه لیدلي وي،هغه دا شوق لرلو چي ځان تیار کړي، زړه راکښونکی وښکاري او بیا عسکونه واخلي، ما به زیاتره وخت بحث وررسره کاوه، چي ته به په تیاریدلو نور څومره وخت اخلې، دومره وخت ناویاني ښځي هم د تیاریدلو لپاره نه اخلي”.

دنقیب مسید کونډې ویلي “هغه کراچۍ ته له تګ وروسته هم زه نه ومه هیره کړې ، موږ به هره ورځ د موبايل له لاري  خبري کولې،هغه به هره ورځ ویل چي زه به ژر بیرته کور ته راځم”

دمیرقدانه په وینا “ کله چي به زه خپل کور ډیره اسماعیل خان ته لاړم نو هغه به راته ویل چي زه به ډیر ژر درځم او بیا به سره ګډ جنوبي وزیرستان ته ځو”

هغې ویلي نقیب الله تر وژل کیدو څلور میاشتې له مخه په کراچۍ کې میشت وو او د ځان لپاره دیو کور په لټه کي وو ، هغه به کله دخپل تره او کله د ملګرو په کورونو کي پاتي اوسېدی .

میرمن میرقدانه وایي “دنقیب ډير خوبونه وه خو له دغو خوبونو څخه ئې یو خوب دا وو چي په کراچۍ کې ځانله د ټوکرانو یا جامو یو دوکان جوړ کړي، هغه به ماته ویل زه غواړم یو دوکان په کرایه ترلاسه کړم او هلته په خپله دجامو رنګولو کار هم پیل کړم،یو ځل چي مي روزګار روان سي نو وعده درسره کووم چې بیا به تا او ماشومانو هم کراچۍ ته راغواړم”

دنقیب مسید کونډه وایي چي دهغې په هکله رقم رقم دعوې وشوې،”په یوټیوب یو ویډیو کې ویل شوي چې ګنې زه دکراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې په یو اسکول کې استاذه یمه ،خو زه نه لوستې یمه او نه چرته په عمر کراچۍ ته تللې یمه”

هغه وایي” کله چي موږ په وروستي ځل خبري کړي وې نو هغه زماڅخه زموږ د زوی ویډیو غوښتې وه،په دغه وخت زموږ زوی ایله پل اخستی وو خو نقیب الله موږ سره نه وو چي خپل زوی وویني، نو ما ورسره ژمنه وکړه چي ډير زر به درته ویډیو درولیږم ،خو ددغو ټولو خبرو په مهال زه پوهیدم چي هغه پرېشانه دی”.

د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انور لا اوس هم ازاد ګرځي او يواځي همدا مسيد نه دی چي د هغه له لوري وژل  سوی دی، بلکي راو انور شاوخوا ۴۰۰ پښتانه وژلي دي او د پاکستان پوځ ورته پوره ازادي ورکړې ده.