کور / راپور / عمران خان رسمي توګه منلې ده ، چي په پاکستان کي ترهګرو ډلو ته روزنه ورکول کېږي

عمران خان رسمي توګه منلې ده ، چي په پاکستان کي ترهګرو ډلو ته روزنه ورکول کېږي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان پر دې خبره رسمي اعتراف کړی دی، چي په دغه خاوره کي ترهګر روزل کېږي او د نورو هيوادونو پر خلاف کارول کېږي.

نوموړي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کي د ايراني ولسمشر حسن روحاني سره په ګډ کنفرانس کي ويلي، چي د ايران پر ضد د پاکستان خاوره کارول سوې ده او د ا ښکاره خبره ده چي په پاکستان کي ميشتي ترهګري ډلي د ايران ضد فعاليتونه کوي.

د نوموړي دغه ډول څرګندونو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل سوي دي.

د پاکستان د پارلمان ځيني غړي وايي، چي عمران خان بايد د خپلو څرګندونو په هکله پارلمان ته سپيناوی ورکړي.

همداراز د پيپلز پارټۍ غړې او پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کر ويلي، چي پخوا به کله چا داسي څرګندوني وکړې نو به د هيواد د ښمن او غدار تور پرې لګېده، خو دا چي عمران خان هرڅه  د پوځ په اشاره کوي، نو ځکه سپين ګرځي.

بل خوا د  پښتنو ملتپال سياستوال افراسياب خټک هم يادو څرګندونو ته په غبرګون کي ويلي، دا چي عمران خان په خپله د ترهګرو پر روزلو اعتراف کړی دی، نو به نړۍ ته څنګه قناعت ورکړي، چي موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کي قرباني ورکړې ده.

ښاغلي خټک پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي: “عمران خان په ریکارډ دا خبره کوي چي په پاکستان کي مېشتو ترهګرو پر ایران بریدونه کول. طالبان، جیش محمد او جماعت الدعوه خو مخکې لا خلکو ته ښکاره دي. نېشنل ایکشن پلان خو (نو اېکشن پلان) ثابت سوی. موږ په کومه روان یو. ایف اې ټي ایف ته؟”.

عمران خان د پاکستان داسي چارواکی ګڼل کېږي چي د پوځ د خبرو پرته هيڅ نه سي ويلای او أن دوې ورځي وړاندي مولانا فضل الرحمن دا ويلي وه، چي عمران خان د پوځ په اشاره ګډا کوي.