کور / راپور / سعودي د ترهګرۍ په تور ۳۷ سعوديان اعدام کړي دي

سعودي د ترهګرۍ په تور ۳۷ سعوديان اعدام کړي دي

تېره ورځ د اپريل پر ۲۳ نېټه سعودي عربستان په دغه هيواد کي ۳۷ کسان اعدام کړل.

سعودي چارواکي وايي، چي اعدام سوي کسانو په ترهګرۍ کي لاس درلود او ټول د سعودي وګړي دي.

يوې رسمي سرچيني تاييد کړې چي د ترهګرۍ په تور ۳۷ سعودي وګړي د هيواد په بېلابېلو سيمو لکه، مدينه منوره، مکه مکرمه، رياض، قصيم او عسير کي اعدام سوي دي.

د سرچينې په خبره، په دوی کي يو تن په دار ځړول سوی او له نورو څخه سرونه پرې سوي دي.

د سعودي چارواکي وايي، چي ياد کسان ئې ځکه اعدام کړي، چي د هيواد لوړو  ګټو ته ئې خطر پېښوی او د ملي امنيت په ګډوډولو کي ئې ونډه لرل.

د چارواکو په خبره، په دوی کي ځينو ئې په بمي چاودونو کي لاس درلود، ځينو ئې پر پوليسو او پوځ بريدونه کړي وه، چي ګڼ سرتېري ئې وژلي هم وه.

سعودي په نړۍ کي يو له هغه هيوادونو دی چي زيات اعدامونه پکي کېږي، خو د سعودي سيال هيواد ايران د اعدامونو په کچه کي تر سعودي مخکي دی.

 د بښني نړيوال سازمان اندېښنه ښودلې چي په سعودي کي د اعدامونو لړۍ پراخه سوې ده.

څېړونکي اندېښنه لري چي په سعودي کي د محکمې يا عدالت سيسټم شفاف نه دی او څوک نه سي ويلای چي په څنګه حالاتو کي سعودي عدالت د اعدام پرېکړي کوي.