کور / راپور / ګل اغا شېرزی: په حکومت کي دننه داسي کړۍ سته چي د سولي لپاره خنډونه جوړوي

ګل اغا شېرزی: په حکومت کي دننه داسي کړۍ سته چي د سولي لپاره خنډونه جوړوي

د سرحدونو او قبائلو چارو وزير ګل اغا شيرزی وايي، چي په حکومت کي دننه ځيني داسي کړۍ سته چي سوله نه غواړي او د جنګ د اور لپاره لمن وهي.

نوموړي دا څرګندوني نن  په هغه غونډه کي وکړې، چي دده په خپل کور کي جوړه سوې وه.

ګل اغا شيرزي په خپلو خبرو کي وويل، چي ولسمشر اشرف غني د طالبانو سره سولي ته ژمن دی، خو ځيني داسي کسان سته چي د هغه د هڅو مخه نيسي او نه غواړي چي سوله راسي.

د شېرزي په وينا، دغه کسان غواړي په جګړو کي خپلي ګټي خوندي کړي او د خپلو شخصي ګټو په خاطر هيواد سره اور ته غورځوي.

شيرزي د خلګو څخه غوښتنه وکړه، چي  د مشورتي لويي جرګې ملاتړ وکړي او په همدې لويه جرګه کي ولسمشر ته د سولي په تړاو مشورې ورکړي.

بل خوا په ياده غونډه کي د کندهار والي حيات الله حيات وويل، چي موږ د طالبانو سره سوله غواړو، خو کمزوري نه يو.

ښاغلي حيات وويل، افغان دولت سولي ته ژمن دی او د ثبوت لپاره ئې تېر کمکي اختر د طالبانو سره د اوربند وړانديز وکړ.

نوموړي وويل: “ په ۴۷ کاله عمر کې مې درې ورځې ارام ژوند کړی، هغه هم د تېر کوچني اختر د اوربند پر مهال”.

دا غونډه پر داسي مهال جوړه سوې چي د رواني ثور مياشتي پر نهمه نېټه د دوشنبې په ورځ په کابل کي د سولي اړوند مشورتي جرګه جوړېږي، چي سر له اوسه ورته امنيتي ګامونه اوچت سوي دي.