کور / راپور / خليلزاد: د طالبانو سره د ځواکونو پر وتلو لومړنۍ خبري سوي، خو پرېکړه نه ده سوې

خليلزاد: د طالبانو سره د ځواکونو پر وتلو لومړنۍ خبري سوي، خو پرېکړه نه ده سوې

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد منلې ده، چي د طالبانو سره ئې د بهرنيو ځواکونو د وتلو لومړنۍ خبري کړي دي.

نوموړی وايي، چي په دې برخه کي هيڅ پرېکړه نه سوې.

خليلزاد چي نن د امريکا د سفارت له لاري د افغان ځوانانو يوې غونډي ته د ويډيو کنفرانس له لاري وينا کول وويل: “په دې برخه کي لومړني ګامونه اخیستل سوي دي، خو د بین الافغاني خبرو په برخه کي د جګړې د پای ته رسولو لپاره سنجیده او اړين ګامونه لا نه دي اخیستل سوي”.

زلمي خليلزاد د طالبانو لخوا د پسرلنيو عملياتو اعلان غندلی وو.

نوموړی وايي، د طالبانو سره د جګړې پر ختمولو او اوربند باندي هوکړي کولو ته تراوسه کوم پرمختګ نه دی سوی ، خو ډېر اړين ګامونه بايد واخيستل سي.

زلمي خلیلزاد دا خبرې پر داسي مهال کړي،چي سبا د پنجشنبې په ورځ په روسيه  کي د امریکا، چین او روسيه درې اړخیزه غونډه ګډون کوي.