کور / #PTM / محسن داوړ: عمران خان خپله رايه نه لري، ټولي خبري د پوځ او استخباراتو په فرمايش کوي

محسن داوړ: عمران خان خپله رايه نه لري، ټولي خبري د پوځ او استخباراتو په فرمايش کوي

نن د جنوبي وزيرستان په  واڼه کي د پاکستان لومړي وزير عمران خان خلګو ته په وينا کي وويل، چي دلته داسي خلګ سته چي د بهر څخه ورته پيسې راځي او خلګ راپاروي.

عمران خان که څه هم د پي ټي ايم نوم ياد نه کړ، خو ښکاره اشاره ئې د پښتون ژغورني غورځنګ ته وه.

د نوموړي د خبرو په غبرګون کي د پي ټي ايم فعال او مخکښ محسن داوړ ويلي، چي د عمران خان اشاره پي ټي ايم ته وه، خو د حالاتو د نزاکت له امله ئې نوم وانه خيست.

د ښاغلی داوړ وايي، چي په دې خبرو کي د عمران خان خپله شخصي رايه نسته، دا ټولي خبري د پوځ لخوا ورته ښودل سوي دي او عمران خان د پوځ د خبرو پرته هيڅ نه سي ويلای.

د داوړ په خبره، عمران خان د ځايي خلکو د ويري له کبله د پي ټي اېم نوم وانه خيست او له دې څخه مالومېږي چي د سیمې د خلکو د پي ټي اېم سره څومره مينه ده.

هغه وويل، پي ټي اېم د کوم سياسي ګوند په شا نه دی ولاړ او که څوک د پي ټي اېم ملاتړ کوي هغه ئې خپله خوښه ده خو پي ټي اېم د ظلم پرضد راپورته سوي غورځنګ دی او د ظلم پرضد مبارزه کوي.

د بهرنيو مرستو اړوند د عمران خان تورنو ته محسن داوړ په ځواب کي ويلي دي، چي په نړيواله کچه دي يو کمېسون جوړ سي او پلټني دي وکړي چي پي ټي ايم ته څوک او له کومه ځايه پيسې ورکوي.