کور / #PTM / منظور پښتين: که پوځ غلطي کوي، پرضد به ئې نعرې خود وهلې کېږي

منظور پښتين: که پوځ غلطي کوي، پرضد به ئې نعرې خود وهلې کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي،”که پوځ غلطي کوي نو نعرې خو به وهل کيږي پوځ نازک مزاجه ولي جوړ دی؟ او که لاس وهنه کيږي نو خبره هم پرې کيږي”.

منظور پښتين د وي او اې اردو څانګې سره په مرکه کي ويلي، د پي ټي اېم مخه نيول ترهګرۍ ته د ودې ورکولو برابر خبره ده ځکه چې نوموړی وايي پي ټي اېم جګړه نه، امن غواړي.

پشتين ويلي د پښتنو مسلې د ترهګرۍ پرضد جګړې سره تړلي دي او د نوم اخيستو پرته يې زیاته کړې ده د ځينو قوتونو دنده د جګړې سره تړلې ده ځکه دوي پي ټي اېم لانجمن ښکاره کوي.

د پي ټي اېم مشر ويلي د پښتنو د مسلو د هواري او امن په لاره کې د هر خنډ پرضد به ودريږي.

هغه زیاته کړې د رياست عملداري د ریاست ائين وي او که د ائين سرغړونه کيږي نو رياست چېلنج کوي او که د ائين چېلنج کول (سره کرښه) وي نو پوځ د دغه کرښې ور اوړېدلی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د روان کال جنورۍ په میاشت کې ویلي ؤ، دا د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي.

خو له دغې وړاندې د دسمبر په مياشت کې ښاغلي غفور ويلي ؤ، چې د پي ټي اېم درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوي او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي ويلي ؤ اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر “سرې کرښې” تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.

پشتين وايي د پوځ وياند په خپله ويلي چې اووه زره پښتانه ورک دي، هغه پوښتنه کړې “ايا اووه زره کسان بې درکه جوړول، او د عدالت پرته وژنې غېر قانوني نه وي؟ بارودي ماینونه جنګي جرم نه دی؟ د سرې کرښې نه خو پوځ اوړېدلی دی”.

د پي ټي اېم مشر وايي، “دلته سره کرښه ائين نه، پوځ دی. او که غلطۍ يې په ګوته کوې نو دوي وايي د کرښې واوړېدې. او زمونږ مسلې د دوي د غلطيانو له امله دي. او که دوي ورته سره او که شنه کرښه وايي نو دوي (پي ټي اېم) به دغه کار کوي”.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د تېرې جمعې په ورځ په اورکزو قبايلي ضلع کې یوې ولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي ؤ د پي ټي اېم خبرې سمې دي خو لهجه يې سمه نه ده او زياته کړې يې وه خلک د پوځ پرضد کول او داسې نعرې وهل نو ملک او قبايلي علاقې ته به يې څه ګټه وي؟.

منظور پشتين وی او ای ډيوه سره د عمران خان د وېنا په غبرګون کې ويلي ؤ، “سم طريقه کارڅنګه وي؟ په تشو بيانونو خو زمونږ خبره نه اورېدل کېده، په دې فاټا (قبايلي سيمه) څه نه ؤ چې هغه ونه شول، کورونه بمبار کېدل خلک لس لس کاله بې درکه کېدل هغه غېر اييني کار ؤ، هغې ته خو چا غلط نه ويل”.

د مذاکراتو یا خبرو په اړوند د پي ټي اېم مشر ويلي دوي د هر چا سره خپلې غوښتنې شریکول غواړي.

د پي ټي اېم د غورځنګ په اړوند هغه وويل دې غورځنګ په خلکو کې ويره ختمه کړې ده او د هغه په وېنا د ولس ویرول او په ويره کې ساتل ترهګري ده.

هغه وايي د پي ټي اېم سره يو دا بدلون راغلی دی چې “اول به چا د پوځي ادارو نېغ نوم نه شو اخيستلی ويرېدل به، خو اوس د پوځ غلطيانو ته ګوته نيسي او د ادارو په لاس وهنه ښکاره خبره کوي”.

راپور: وي او اې ډيوه راډيو