کور / هراړخیز / دشهيد ارغند د ميني او خندا ډکه څېرۂ

دشهيد ارغند د ميني او خندا ډکه څېرۂ


زړور خبريال نسته!

1398-ثور-5
د شهيد عبدالمنان ارغند عجبه خوی او خاصيت وو، تر ټولو پر سخته سوژه يي کار کاوه پر هغه موضوع او سوژه يي کار کاوه چي اولس به تر پزي وو ځني، شهيد ارغند ددې سره سره چي باجرته وو ډير مردانه خاصيتونه يي هم لرل، پر وعده درېدل، يوه پښتو او د ريښتينو ملګرو سخت شاکره وو.
ډير وخت بې د يو نيم نامردو خلګو څخه ګيله کول، ګيله يې خندا وه، ټوکي وي، ګيله يې ناز وو، ګيله يې د زړه يو څو خبري وې بس خلاص.
شهيد ارغند به له ليري ږغ راباندي کاوه ( کاکا غيرتمل دي خدای راولي) خوله به يې له خندا ډکه وه.
عجبه نده! نامردي دنيا د کاکا غيرتمل خبريال واخيستی، له سترګو، زړونو او فکرونو يې پنهان کړ.
د نامردي دنيا له مداره يي ويستی.
ارغند د مرګي نه وو هغه له ميني او عاطفې جوړ انسان هغه زړسوانده ځوان وو.
شهيد ارغند خپل مسلک همداسي په مينه او خندا زده کړ، ښه مي په ياد دي چي لومړۍ شپې او ورځي يې د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کي د خپل مسلک لپاره تيرولې هغه ان له کمرې سره د ژر بلدتيا لپاره د کندهار په يوه خصوصي تلويزون کي کمره ميني هم وکړل.
شهيد ارغند د ژورناليزم ميني او د خندا ډکي څهرې تر نړيوالو رسنيو ورساوه دلته به هم د هرڅونه ستړي کار وروسته خوشحاله وو.
شهيد ارغند د خپل مسلک په زور او مټو يوه لويه کورنۍ چلول، بچيان يې د شهيد ارغند په شتون د ښار هغه نامي ځای کي درس وايه خو ناځوانه او نا فهمه شهادت يې خندا غيبه کړل، د خرابات ککرۍ ړنګه کړل او دغه خنده رويه څهره يې له موږ واخيسته.
پوره يو کال وسو بيا مو ددې خنداني څهرې ديدن ندی کړی.
ارمانونه يي تيرکال په همدغه ورځ ګور ته وړې دي له موږ ليري دی او په ابدي خوب بيده دی.
روح دې ښاد او کورنۍ دې بېغمه يې.
سميع غيرتمل
کابل ـ افغانستان