کور / راپور / د سريلانکا په بريد کي د ککړو کسانو د يوه مېرمن ځانوژنه کړې ده

د سريلانکا په بريد کي د ککړو کسانو د يوه مېرمن ځانوژنه کړې ده

په سريلانکا کي د سويو بريدونو د تورنو کسانو څخه د يوه کس مېرمن چي حامله وه ځانوژنه کړې ده او د ځان سره ئې درې واړه ماشومان هم وژلي دي.

د سرېلانکا پوليس وايي، چي دغه ښځي هغه وخت ځانوژنه وکړه، چي کله د بريدونو وروسته پوليس د دوی کور محاصره کړ.

راپورونه وايي، چي دغه مېرمن اميندوراه (حامله) هم وه.

په سرېلانکا کي د تېري يکشنبې په ورځ په بريدونو کي شاه وخوا ۳۵۰ کسان ووژل سول او تر ۵۰۰ زيات نور ژوبل سول.

بريدونه په پلازمېنه او د هيواد په نورو برخو کي پر کلېساوو او هوټلونو سوي دي.

د دغه بريدونو پړه داعش وسلوالي ډلي ومنل.

 د پوليسو په وينا په بريدونو کي ۹ کسان ښکېل وه، چي په دوی کي د يوې شتمني کورنۍ دوه وروڼه هم شامل وه.

د پوليسو په وينا، يوه ځانمرګي بريدګر په برتانيا او استراليا کي لوړي زده کړي هم کړي وې.

بل خوا د سريلانکا لومړي وزير د امنيتي چارو دوو مهمو کسانو ته  د استعفا کولو امر کړی دی