کور / راپور / امرخېل: په لويه جرګه کي د طالبانو ترواک لاندي سيمو استازي هم ګډون کوي

امرخېل: په لويه جرګه کي د طالبانو ترواک لاندي سيمو استازي هم ګډون کوي

راروانه دوشنبه د ثور میاشتي پر ۹ نېټه په کابل کي د سولي اړوند مشورتي لويه جرګه جوړېږي.

په دې جرګه کي به د هيواد د ټولو ولايتونو استازي ګډون کوي.

د لويي جرګې د تنظيمونکي ډلي مرستيال مشر او د ولسمشر غني سلاکار ضيا‌ء الحق امرخېل وايي، چي په دغه جرګه کي به د ټول هيواد څخه ۳۰۰۰ تنه استازي ګډون کوي او د خپلو ولسونو په استازيتوب به د سولي په هکله مشورې ورکوي.

دامرخيل په خبره، په جرګه کي به د طالبانو تر واک لاندي سيمو استازي هم ګډون کوي.

ضياء الحق امرخېل، د مشورتي لويي جرګې د انتظاميه کمېټې مرستيال مشر

ښاغلي امرخېل وویل دوی طالبانو ته خاصه بلنه نه ده ورکړې، او دا ځل د لویې جرگې استازي حکومت هم نه دي ټاکلي، بلکې په یاده لویه جرگه کي د شاملیدو دپاره معیارونه ټاکل سوي دي.

ضیا الحق امرخېل په دې اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل، چي د هر ولایت څخه، د هماغه ولایت د ولسي جرگې استازي او بیا د هماغو استازو شپږ چنده نور ټاکل سوي د خلکو استازي مشورتي لویې جرگې ته بلل سوي چي د خلکو پخپله خوښه به راځي. هغه زیاته کړه چي په دې توگه، له هغو سیمو څخه چي طالبان پرې واکمن دي، هم د استازو نومونه دوی ته وررسیدلي او تمه ده چي په لویه جرگه کي برخه واخلي.

ښاغلی امرخېل وايي، طالبانو ته مو په مخامخ توګه د ګډون بلنه نه ده ورکړې، خو د هغه کسانو نومونه مو ترلاسه کړي دي، چي د طالبانو ترواک لاندي سيمو کي ژوند کوي او غواړي په لويه جرګه کي برخه واخلي.

د نوموړي په وينا، په  لويه جرګه کي به په ازادانه توګه هرڅوک خپل نظر څرګندوي او د هيچا خبري به نه سانسورېږي، چي په دې سره به د طالبانو خواخوږي هم د هغوی اواز ولسمشر ته رسوي.

  خو طالبانو د يادی لويي جرګې سره مخالفت څرګند کړی دی او دا ئې د وخت ضائع کېدل بللي دي.

بل خوا د حکومت مخالفو سياسيونو هم ويلي، چي دغه لويي جرګې ته به نه ورځي .