کور / راپور / ننګرهار: د داعش او طالبانو د جګړې له امله په سلګونه کورنۍ بېځايه سوي دي

ننګرهار: د داعش او طالبانو د جګړې له امله په سلګونه کورنۍ بېځايه سوي دي

د ننګرهار ځايي خلګ وايي، چي ددغه ولايت په خوګياڼو او شېرزاد ولسوالۍ کي د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ جګړو خلګ بېځايه کړي او د کورونو پرېښودلو ته ئې اړ ايستلي دي.

د خوګياڼو قومي مشران وايي، چي په سيمه کي د طالبانو او داعش ډلي ترمنځ په وقفه اي توګه جګړه روانه ده، چي ملکي وګړو ته ئې ډېر زيان اړولی او د هغوی ژوند ئې ور تريخ کړی دی.

د خوګياڼو ولسوالۍ قومي مشر او د ولایتي شورا پخوانی وکيل جاويد زمان وايي، که امنيتي ځواکونه د خوګياڼو، شېرزاد او حصارک ولسواليو کي د وسلو‌الو ډلو د فعالیت مخه ونه نيسي نو پلازمېنه کابل  هم ترې ګواښېدلی سي.

دی وايي:  “که دولت عمليات ونه‌کړي، نو دا ګواښ مرکز ته هم رسېدلی سي، ځکه د خوګياڼو، شېرزاد، حصارک پسې لوګر او بیا کابل دی او د لوګر وضعيت هم ټولو ته معلوم دی.”

ښاغلی زمان وايي، چي د داعش او طالبانو د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه سوي دي، د سامانونو څخه ډک کورونه ئې پرې ايښي دي او يواځي ئې خپل سرونه ايستلي دي.

د سيمي خلګ وايي، چي د چا زوی ورک دی، له چا څخه مور لادرکه ده، د چا پلار او د کورنۍ نور غړي سره لادرکه دي، هري، کوښښ کوي چي خپل سر وساتي او ځان بچ کړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي د بېځايه سويو کورنيو سره مرسته سوې او د تازه بېځايه سويو خلګو سره به هم ژرترژره نقدي مرستي وسي.

دی وايي: “له ۳۰۰ څخه زیاتي کورنۍ بې‌ځایه سوي دي، دوی ته د مرستو لړۍ پيل سوې ده، په پيل کي به تر پنځو زرو افغانیو پورې نغدي مرستې ورسيږي چي خپل لومړني ضرورتونه پرې حل کړي، د نورو اړينو مرستو په برخه کي جلسې نيول سوي، تدابير سته انشاءلله ټولو ته به رسېدنه کېږي.”

 د خلګو په وينا په دغه نښتو کي ملکي وګړو ته کومه مرکژوبله نه ده اوښتې، خو د داعش او طالبانو وسلوالو ته ځاني زيانونه اوښتي خو د مرګژوبلي کره شمېره ئې مالومه نه ده.