کور / #PTM / علي وزير: که پر پي ټي ايم د عمران خان بېځايه تورونه ثابت سي، سزا ګاللو ته تيار يم

علي وزير: که پر پي ټي ايم د عمران خان بېځايه تورونه ثابت سي، سزا ګاللو ته تيار يم

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ علي وزير وايي، چي د عمران خان لخوا پر پي ټي ايم لګول سوي تورونه بېځايه دي او هيڅ اساس نه لري.

نوموړي پر ون دپاکستان د لومړي وزير عمران خان څرګندونو ته په ځواب کي وويل، چي که پر پي ټي ايم دده لخوا لګول سوي تورونه ثابت سي، نو دی تيار دی چي د قانون په چوکاټ کي سزا ورکړل سي.

عمران خان پرون د اپريل پر ۲۴ نېټه په واڼه کي خلګو ته په وينا کي وويل، چي دلته ځيني کسان سته چي خلګ نا امنۍ ته هڅوي او دغه کسانو ته له بهره پيسې راځي.

علي وزير يادو څرګندونو ته په ځواب کي ويلي دي، چي په دې هکله دي بې پرې پلټني وسي،که چيري ئې دا ثابته کړه چي د پښتون ژغورني غورځنګ ته له بهره پيسې راځي نو د قانون سره سم دي ورته سزا ورکړي.

نوموړي وويل: “زه یم، منظور پښتین دی، محسن داوړ دی، دغه درې کسان یو. موږ چي په دې ملک کې د سیاسي ګوندونو له استازو او مشرانو سره وینو نو هغه سیاسي ګوندونه خو دلته ازاد ګرځي. په ما باندې الزام دی چي له بهره فنډ اخلي، پر سیاسي ګوندونو الزام دی نو له سیاسي ګوندونو او موږ ولې تفتیش او پلټنې نه کېږي؟ موږ دوی خپلو پلټنیزو کمېشنونو ته مخامخ ولې نه کښېنوي؟ یا دې سیاسي ګوندونه وپوښتي چي د پي ټي اېم کسان ولي ورسره ګوري؟ که دوی دا وايي نو په وروستیو کي د سېنېټ کمېټۍ ده او د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا له کمېټۍ سره مو هم لیدلي، نو د دې په باره کي ئې څه خیال دی؟”

بل خوا د پښتون ژغورني مخکښ او فعال محسن داوړ هم د عمران خان څرګندوني وغندلې او وئې ويل، چي عمران خان خپله رايه او نظر نه لري، د هغه ټولي خبري د پوځ په اشاره کېږي.