کرکټ:افغانستان له هانګ کانګ څخه ماتې وخوړه

مالک اڅکزی - کوټه | اگست 1st, 2008


هانگ کانگ افغانستان ته د اسيا د کريکټ اتلوليو د غوراوي په نيمه پايلوبه کښې په ٢٥ منډو ماتې ورکړه .
افغان لوبغاړو د هانگ کانگ د ١٥٥ منډو هدف تر لاسه نه کړ او ټول لوبغاړي يې په ١٣٠ منډو وسوځيدل .
دا دويم پرله پسې ځل دى چې هانمگ کانگ په اسيايي اتلوليو کې د افغانستان مخه نيسي .
په ٢٠٠٦ کال کې هم هانگ کانگ ١٥٧ منډې کړې وې چې افغان لوبغاړو ونه کړاى شوې .
هانگ کانگ افغانستان ته د ١٥٥ منډو هدف وگاټه پچه يا شير خط هانگ وگټله او بيټينگ يې پيل کړچې د ٥٠ اورونو په ترڅ کې ېي د ٩ لوبغاړو پرمټ ١٥٤ منډې وکړې .
د افغانستان په بالرانو يا توپ غورځونکو کې هستي گل عابد د هانگ کانگ درې لوبغاړي وسوځول او ٢٣ منډې يې وکړې .
دولت، نوروز منگل او حميد حسن هم يو، يو تن وسوځاوه .

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024