طالبان افغان او بهرنيو ځواکونو ته د مرګ ژوبلي ادعا کوي

د لراوبر اداره | اگست 1st, 2008


ددولت مخالفې ډلې طالبانو ادعا کړې چې نن جمعه يې په يو وسله وال بريد کې دکونړ ولايت دناړۍ په ولسوالۍ کې افغان او امريکايي ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله وراړولې ده ذبيح اله مجاهد چې ځان دطالبانو وياندبولي رسنيو ته ويلي چې په دغه بريد کې يې شپږ امريکايي او اتلس افغان ستيري وژلي نوموړي خپل لور ته دوراوختي زيان په اړه څه ندي ويلي بل لور ته دجلا ل اباد په هوايي ډګر کې دامريکايي ځواکونو افغان ژباړن ډاکتر محمدشفيق همدم بيا په داسې حال کې پرافغان او بهرنيو ځواکونو دطالبانو له لورې ترسره شوى بريد مني خو دمرګ ژوبلې په اړه دهغوې ادعا بې پنسټه بولي.

 همدم وايي په دغه جګړه کې چې خواوشاه دوه ساعته يې دوام وکړ يو ولسي وګړى وژل شوى او دوه ولسي وګړي او دملي اردو يو سرتيرې ټپيان شويدي.خو دا په داسې حال کې ده چې ځينو عيني شاهدانو خبري رسنيو ته ويلي چې دجګړې په سيمه کې يې دامريکايي ځواکونو ځينې ويجاړې شوې پوځې شوبلې ليدلي دي.تيره ورځ هم دکونړ په ناارامه ولسوالۍ ماڼوګي کې دطالبانو په ډزو يو امريکايي سرتيرى او دامريکايي چورلکو په بمبارۍ کې څلور تنه ولسي وګړي ټپيان شوي و

Copyright Larawbar 2007-2024