کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د كنګري ريُس ، غړي او كه پردي غلامان

د كنګري ريُس ، غړي او كه پردي غلامان

څرنګه چه تاسي ته بهتره معلومه ده چه داډول اشخاص كله چه دوي ته د حكومت چاري او واك يا په بل عبارت دوي ښاغلو ته د غلا موقعه مساعده نه شي او د لوږي په حالت كي وي نو دغسي اعمالو ته لاس پوري كوي او دغه ډول خبري ددوي خپلي نه وي ځكه دغه ډول خبري ددوي باداران په دوي باندي پلي او د هغوي لخوا په دوي باندي تاميل كيږي دا لكه هغه ناوكي يا په بله اصطلاح نانزكي چه د دوهم شخص له خوا اداره كيږي او هر ډول عمل چه په دوي باندي كه څه هغه هم د اسلام ،ناموس د وطن حفاظت او يا د ملي مفاداتو سره ټكر كي هم وي دوي ښاغلي په دي باندي افتخار كوي ځكه دوي هيڅ نوعه شرم نه لري .
او دوي دي خپل تاريخ ته  لږ نظر و كړي چه آيا په دوي كي كوم داسي شخص وجود لري چه دوي دي په هغه باندي افتخار وكړي كه يو واري ددوي هغه تاريخ چه په تير لسيزو كي منځته راغلي او يا تير شوي دي هغه ته نظر و كړو بغير له دي څخه چه خيانت كړي وي كوم نوعه لاسته راوړني نه لري چه ددوي د سر لوړي باعث وګرځي او همدارنګه كله چه دوي د خارج لپاره زمينه نه شي برابرولي او ددي لپاره چه يو ډول خارجي پيشتبانه ځانته پيدا كړي نو دداسي اعمالو باندي لاس پوري كوي چه دا ډول اعمال دوي ته د افتخار باعث ګرځي.
هغه پخواني مشران وايي چه د سپي په خوله درياب نه مردار كيږي يعني دا ددي خبري سپيناوي كوي  د غازي امان الله خان شخصيت په ټوله نړي كي د تاءيد وړ او منل شوي شخصيت دي چه يو ډول ترديد او شك په هغه كي موجود نه وي  چه ددي په شخصيت او ميړانه باندي هيڅ نوعه داغ نه شي آچولي .
نو ددي سپي ملي خايُن او غدار ته داويل غواړم چه هر څه ژرترژره خپل ددغه سي عمل لپاره په عام محضر كي د ټولو مخته بخښنه وغواړي .
او بيا وروسته دغه ځايي حكومت چه د يو څه ادعا كوي او د نوموړي شخصيت (غازي امان الله خان )مډالونه چه د خارجي متقاعد او هغه بيكاره جنرالان ته چه په سينه كي يي ټومبلي دي د قانوني كړني او چلند دي هم ورسره وشي او داسي جزا دي وركړل شي چه په اينده كي ددوي راتكونكي تخم او نسل ددي ډول عمل انجام او پاي په نظر كي نيولو  سره د هر قدم په اخيستلو كي د دير دقت څخه كار واخلي .  مننه