[لنډه کيسه] د میـني جوش

د لراوبر اداره | اگست 1st, 2008


هغی په وارخطایی  وویل‏
‏\” دادی څه وکړل.\”‏
‏\”څه می وکړل\”‏
‏\”دا وینی نه ګوری\”‏
‏\”هو وینم یی څه خبره ده\”  ‏
‏\” لکه چی څیری شوه… اوس به څه کووم.\” ‏
‏\”څه څیری شوه\”‏
‏\”پرده \”  ‏
‏\”فکر به دی نیولی وو\”  ‏
‏\” بیخی می له هیره ووته\”‏
‏\”لیونی\”  ‏
‏\”اوس به څه کووم\”  ‏
‏\”څه به کوی … کوم کار به وکړو.\”‏
جلی د پښو په مینځ کی یوه پاکه تکه چی تل به یی په خپل دستکول کی ساتله، کیښوده پطلون یی کش کړ او هلک ته ‏یی وویل
‏\” زه دی سپکه کړم\”‏
‏\” ما څه کړای دی … خپله دی په خوښی ما ته راغلی. دا به دی له وخته فکر کړای وای… اوس خبره له خبری تیره ‏ده. زه به دی نه پریښودم. اوس … \”‏
‏\” ما خو یواځی د مینه کوولو لپاره بللی وی خو تا… \”‏
‏\” بس که نور… تا په خپله ویل چی داخل یی که … کلک دی نیولی ووم … ما  خو نه غوښته. \”‏
‏\” خدای پو هیږی زما زړه کی له اوله ګرځیده چی ته به همداسی وکړی… لیونې شوم. هر څه می له هیره ووته… ‏خدایه اوس به څه کووم، که امیدواره شم \”‏
‏\” څه  به کوی… وبه یی غورځوې. \”‏
‏\”ولی زما او تا ماشوم دی… ولی به یی غورځووم.\”‏
‏\” زه اوس ماشوم نه غواړم\”‏
‏\” ولی مینه کولای شی او ماشوم نه غواړی… بیا تا خو ویل چی له ما سره به واده کوی \”‏
‏\”هو ویلی می وه، خو زه اوس محصل یم د خپل له مصارفو کله وتلای شم چی ماشوم او مور یی و پالم.\”‏
جلی چی رنګ یی تک سپین شوای وو، په وارخطایی له ځایه پاسیده او د هلک څنګ کی کیناسته او په پسته او نرمه ‏ژبه یی وویل
‏\” دواړه به کار وکړو.\”‏
‏\” څه کار به وکړو… پنځه میاشتی شو چی زه بعد له وخته کار پسی ګرځم او پیدا کولای یی نشم. ته به څه وکړی. \”‏
‏\” یو کار به وکړم. \”‏
‏\”څه کار به وکړی.\”‏
‏\” زه به په کوم مکتب یا کورس کی درس ورکړم… خو ته هم یو کار وکړه او مور دی زموږ کور ته ولیږه. شاید ‏اوس می مور راضی شی . که راضی نه شوه بیا به محکمی کی واده وکړو… خدای مهربانه دی شاید یوه لاره او ‏چاره پیدا شی.\”‏
‏\” څه لاره او چاره به پیدا شی… له آسمانه خو ډوډی نه لویږی… یا ولیږی. ته به دومره پیدا نکړی چی حتی ستا د ‏فیشن مصارف پوره کی. مور دی هم د امریکی او جرمنی خوبونه ګوری ولا که دی ما ته راکی\”‏
‏\”زه نه وایم چی له آسمانه به ډوډی ولویږی. خو که زه بی عابه شم بیا مجبور کوم کار وکړم. \”‏
‏\”څه به وکړی\”‏
‏\”مجبور ورور ته می ووایم. ته خو هغه پیژنی… اول به ما مړه کی او بیا که تا مړ نکړی، ژوندی دی هم نه ‏پریږدی\”‏
‏\” ښه نو خبره دی اوس دی ته ورسیده چی ما له خپل وروره بیروی… دومره چی با غیرت دی خپل خور به یی ښه ‏تربیه کړی وای او ښه او بد به یی ورته ښودلی وای \”‏
‏\” ښه نو اوس ته ما سره واده نه کوی\”‏
‏\” نه، نه یی کووم… ځه لاس دی خلاص. چی هر څه کولای شی صرپه ونه کی .\”‏
‏\”زه خو هیڅ نه کووم… هر څه چی کوی ورور به می کوی. که ما هم ووژنی قبول می ده خو تا ته به هرومرو جزا ‏درکړی. \”‏
هلک له ځايه جګ شو لاړ او موټر یی چالان کړ. شاته راغی او انجلی ته چی د سیند غاړی کی ناسته وه او ډیره ‏ستومانه او په قاره ښکاریده، نږدی شو د موټر آواز یی وایسته او انجلی نه یی د پورته کیدو غوښتنه وکړه. هغه مخ ‏دیخوا او هاخوا تاو راتاو کړاما بله لار یی و نه مینده نو همدا وه چی له ځایه پورته شوه لمن او پطلون  یی پاک کړ او ‏د پښو له مینځه تکه وباسته، لری یی ګوزار کړه او حرکت یی وکړ. ‏
هلک موټر چالان کړ او د نیم ساعت وروسته یی جلی ته چی په ټوله لار کی ژړل وویل
‏\” ښه ده صبا به محکمی ته لاړ شو.\”‏
‏\” رښتیا وای.\”‏
‏\” هو لاړ به شو خو… یو ځل بیا دی مور سره و غږیږه، که قبول یی کړی ښه ده ابرومندانه به په هوتل کی واده ‏وکړو.\”‏
‏\” ښه صحیح ده زه به ورسره وغږیږم اما ته دی هم تندی لږ ورین که، که نه بیا له موټره ښکته کیږم\”‏
هلک په خندا شو او وی ویل
‏ \” آخیر دی خپل کار وکړ… نوش جان دی شه.\”‏
‏\”څه نوش جان می شه … برباده دی کړم اوس وای…\”‏
‏\”ښه خو زه او ته پوهیږو\”‏
‏\”صحیح ده.\”‏
هلک ته په یاد شوو چی ټولو به ورته ویلی چی له دی انجلی سره دوستی مه کوه، خو دی پری مین شوی وو او بله ‏چاره یی په نظر نه راتله.‏
جلی موسکنی شوه داسی ښکاریده چی د خپل د کلونو امید ته رسیدلی وی هیڅ یی و نه ویل او لاسونه یی سره یو ‏ځای کړل، د غاړی تر شا  یی وی وړل، شا ته یی تکیه ووهله او سترګی یی پټی کړی.  ‏
‏ هلک چی مخامخ سرک ته کتل د مو ټر سرعت یی زیاد کړ او  دسترګو په رپ کی له ساحی بیرون ووته.‏


د زمری پنځمه ۱۳۸۷ کال‏
د وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل

Copyright Larawbar 2007-2024