کور / راپور / د لوی کندهار او ختيځو ولايتونو قومي مشرانو په کندهار کي د سولي په ملاتړ غونډه جوړه کړه

د لوی کندهار او ختيځو ولايتونو قومي مشرانو په کندهار کي د سولي په ملاتړ غونډه جوړه کړه

نن په کندهار ولایت کي د ختيځو او جنوب لوېديځو قومي مشرانو په ګډون ګڼو کسانو د سولي په ملاتړ يوه غونډه جوړه کړې وه.

په دغه ناسته کي د لوی کندهار او ختيځو ولايتونو قومي مشرانو، فعالينو او ځوانانو  ترڅنګ هغه طالب قومندانانو هم ګډون کړی وو، چي د کندهار د پخواني امنيه قومندان اروا ښاد عبدالرازق خان اڅکزي په هڅو د سولي د پروسې سره يوځای سوي وه.

د غونډي ګډونوالو د سولي د رواني پروسې په ملاتړ پر حکومت هم ځيني نيوکي وکړې او وئې ويل چي بايد د سولي په لار کي سرې کرښي جوړي نه سي.

همداراز په غونډه کي د پاکستان د لومړي وزير عمران خان  هغه څرګندوني چي په افغانستان کي ئې د موقت حکومت په هکله کړي وې، هم وغندل سوې.

د غونډي په آخر کي يوولس ماده ايز پرېکړه ليک وړاندي سو، چي پکی د اوربند، په جګړه کي د طرفينو د منفي تبليغاتو مخنيوی، د عمومي بخښني تر عنوان لاندي د بنديانو ايله کول او د لوی کندهار مشرانو ته د سولي په پروسه کي ونډه ورکول ئې مهمي مادې وې.