کور / راپور / په کندهار کي د يوه ورزشي جمنازيم د بڼسټ ډبره کښېښودل سوه

په کندهار کي د يوه ورزشي جمنازيم د بڼسټ ډبره کښېښودل سوه

د پنجشنبې په ورځ د کندهار د لسمي ناحيې اړوند کابل اډې ته څېرمه د کندهار والي حيات الله حيات په مشرۍ د يوه ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره کښېښول سوه، چي پرمهال د کندهار سرپرست ښاروال هم ګډون کړی وو.

د ياد جمنازيم د بنسټ د ډبري د ايښودلو پرمهال کندهار والي حيات الله حيات وويل، چي دغه جمنازيم د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې پېرزوينه د ۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي، چي په وينا يې په يوه وخت کي به د ۲ زره کسانو د ځايولو ظرفيت ولري.

دغه راز ښاغلي حيات وويل، چي په کندهار کي تر ډېره سپورټي جمنازيمونه کم دي، چي د دغه جمنازيم په جوړېدو سره به د لويو غونډو ترڅنګ ورزشکارانو ته په سپورټي برخه کي هم لازمي اسانتياوي برابري سي.