کور / راپور / صلاح الدين رباني: پاکستان بايد په عمل کي ثابته کړي، چي په افغانستان کي د ثبات غوښتونکی دی

صلاح الدين رباني: پاکستان بايد په عمل کي ثابته کړي، چي په افغانستان کي د ثبات غوښتونکی دی

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کي يوې غونډي ته په وينا کي وويل، چي پاکستان په خوله د افغانستان کي د امن او سولي خبره کوي، خو په کار داده چي په عمل کي دا په ثبوت ورسوي چي پاکستان د افغانستان لپاره امن غواړي.

صلاح الدين رباني چي نن ئې په کابل کي د بهرنيو چارو وزارت  لخوا ملت ته د حساب ورکوني په نامه غونډه کي وينا کول وويل، چي پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه کړې ده، د افغانستان د جګړو ستر لامل هم په پاکستان کي مېشتي ترهګري ډلي دي چي سيمي ته ئې ګواښ پېښ کړی دی. او پاکستان تل وايي، چي په افغانستان کي د سولي ملاتړ کوي، خو مهمه دا ده چي پاکستان دا خبره په ثبوت ورسوي او عملا ښکاره کړي چي په خپلو خبرو کي رښتونی دی.

د بهرنيو چارو وزارت پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي نن  د پاکستان لومړي وزير عمران خان د جيو ټلويزون سره په مرکه کي وويل، چي نور به پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه نه کوي.

خو پاکستان دا ډول تکراري وعدې همېشه کړي دي خو په عمل کي هيڅ هم نه کوي، چي همدې کار پاکستان په نړۍ کي د يو منافق او دوه مخي هيواد په توګه معرفي کړی دی.