کور / راپور / په چمن کي د پوليو ضد کمپاين پر ښځينه کارکونکو وسلوال بريد سوي دي

په چمن کي د پوليو ضد کمپاين پر ښځينه کارکونکو وسلوال بريد سوي دي

نن په چمن ښار کي د پوليو ضد واکسين  پر دوو ښځينه کارکونکو ډزي سوي، چي په نتيجه کي يوه ښځه وژل سوې او بله ژوبل ده.

 پېښه د چمن په سلطانزي کلي کي سوې ده او د ډزو وروسته بريد کونکي له سيمي تښتېدلي دي.

دا په دريو ورځو کي په پر له پسې توګه دريمه پېښه ده چي د پوليو پر ضد د کمپاين پر کارکونکو کېږي.

پرون د خيبر پښتونخوا په بونير سيمه کي او له هغه څخه وړاندي په بنو کي د پوليو ټيم پر ساتونکو ډزي سوي چي يو تن پکي وژل سوی وو.

نړيوال روغتيايي سازمان وايي، چي د پوليوتازه پېښي په هغه سيمو کي رامنځ ته سوي چي هلته د واکسين مخنيوی سوی دی.

د پوليو تازه پېښي پرون په بنو، شمالي وزيرستان، هلمند او کندهار کي رامنځ ته سوي دي.