کور / راپور / په روژه کي دي اوربند وسي

په روژه کي دي اوربند وسي

 د کندهار لسګونو اوسېدونکو نن د يوه لاريون پر مهال له افغان حکومت او طالبانو څخه روژه کي د اوربند غوښتنه وکړه.

لاريونوالو د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چي نور بايد افغان وژنه پای ته ورسوي.

د لاريون پر مهال د سولي ولسي حرکت مخکښ غړي حاجي محمد نېکزاده وويل، په روانه جګړه کي بايد نور د غريبانو اولادونه ونه وژل سي.

د ښاغلي نېکزاده په وينا، دواړه افغان لوري دي د تېر کال په څېر خپلمنځي اوربند اعلان کړي.

نېکزاده پر ولسونو ږغ وکړ چي نور بايد د دواړو افغان لورو تر منځ د روغي جوړي هڅه وکړي.

د دغه لاريون پر مهال د سولي ولسي حرکت د کندهار د څانګي مشر منوراحمد واحدي وويل، د جګړې ښکېل اړخونه دي نور د ولسونو غوښتنه ومني او اوربند دي اعلان کړي

. د ښاغلي واحدي په وينا، جګړه کي يوازي افغانان وژل کېږي، نور بايد ولسونه په ږغ پورته کولو سره د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي چي سوله وکړي.

سوله #PPM