کور / راپور / په سرېلانکا کي د عملياتو پر مهال د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل سوي دي

په سرېلانکا کي د عملياتو پر مهال د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل سوي دي

د سرېلانکا چارواکي وايي، چي په دغه هيواد کي تر مرګونو بريدونو وروسته په چاڼيزو عملياتو کي هم مرګژوبله اوښتې ده.

د سرېلانکا چارواکي خبر ورکوي، چي تېره ورځ ناوخته د پوځي عملياتو پر مهال له يوه کور څخه د ماشومانو په ګډون د پنځلسو کسانو مړي موندل سوي دي.

د پوځي چارواکو په وينا، تېره ورځ د يو مشکوک کس د نيولو لپاره عمليات پيل سول، چي د همدغه مشکوک سړي د کور سره نژدې د وسلوالو مخالفينو سره نښته رامنځ ته سول.

چارواکي وايي، چي د کوم کس د نيولو لپاره چي عمليات پيل سوي وه، هغه په ځان پوري تړلي چاودېدونکي توکي وچول او ځان ئې وواژه، همداراز د هغه له کور څخه د ماشومانو په ګډون د ۱۵ کسانو مړي را وايستل سول.

د سرېلانکا ميرر ورځپاڼه وايي، چي د عملياتو پر مهال له دغه ځای څخه د داعش په جامو کي اېښودل سوي ۱۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي بارودي مواد او نوره وسله ترلاسه سوې ده.

بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی، چي ټول امريکايي وګړي دي سرېلانکا ته د سفر په هکله بيا کتنه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، احتمال سته چي ترهګر دي نور بريدونه هم وکړي.