کور / د ډيورنډ کرښه / په شمالي وزيرستان کي درې سيمه ايز سرتېري وژل سوي دي

په شمالي وزيرستان کي درې سيمه ايز سرتېري وژل سوي دي

د قبائلي سيمي شمالي وزيرستان په شوا تحصيل کي د سيمه ايزو ځواکونو پر يوه چيک پوسټ چاودنه سوې ده، چي پکي درې سرتېري وژل سوي او څو تنه نور ژوبل دي.

پېښه نن سهار وختي د شمالي وزيرستان په رغزۍ سيمه کي سوې ده.

پېښه داسي مهال سوې چي کله سرتېرو غوښتل چيک پوسټ ته راتلل په لاره  کي ورته بم ځای پرځای سوی وو.

په دې وروستيو کي د وزيرستان په ډېرو سيمو کي پر سيمه ايزو پوليسو چاودني او بريدونه زيات سوي دي.

دا هغه سيمي دي، چي پاکستاني پوځ د ضرب عضب عمليات کړي او د سيمي د تباهۍ سره سره پکي پاکستان دولت پلوه طالبان پکي فعال دي.

بل خوا په ډېره اسماعيل خان کي په يوه کور کي بمي چاودنه سوې چي وروسته په سيمه کي نښته هم رامنځ ته سوې ده.

پېښه تېره شپه ناوخته سوې او د دغه کورنۍ د يوه تن په ګډون پنځه کسان ژوبل سوي دي.

د روغتون د چارواکو په وېنا کې په ژوبلو کې د يو روغتيايي حالت خطرناک دی.

ويل کېږي چي پېښه د يو شتمن سړي پر کور سوې ده او د سيمي زورواکانو غوښتل چي د همدغه شتمن څخه ججه واخلي، خو هغه انکار کړی وو.