کور / سياسي / واک، واک وي که يوه ورځ هم وي!

واک، واک وي که يوه ورځ هم وي!

ليکوال: ح، حقوېش

شېرشاه سوري د اسيا په يو شمېر سيمو خپله واکمني ټينګه کړه، چي له ډسمبر 1539ز کال څخه نيولې بيا تر 22مئ 1545ز کال پوري يې دوام وکړ. هغه په دې پنځه کاله او يوه مياشت واکمني کي په خپلو ټولو سيمو کي خلکو ته پرمختللي او عصري کارونه ترسره کړل. چي اوس هم تاريخ پرې وياړي او دده تلپاتي خدمتونه يادوي.
شېرشاه د خپلي واکمنۍ په وخت داسي کارونه تر سره کړل چي اوس هم خلک ورته ګوته په غاښ دي، د هغه له مهمو کارونو يو دا وو چي د ګرینډ ټرنک روډ يا  GTسړک په نوم يې يو 2700کيلو ميټره اوږد سړک جوړ کړ چي له کابله راپيليږي په پېښور، لاهور تېريږي ډهلي ته ځي او له ډهلي بيا دوام کوي په آله آباد، بنارس، مرشدآباد تېريږي کلکتې ته ځي او بيا له هغه ځايه د بنګال مرکز ډھاکه ته ځي، او د سړک دواړو غاړو ته يې مېوه لرونكې ونې کښينولې څو مساپر ځانونه د ګرمۍ نه خوندي کړي، همداراز يې په لارو کي کاروان سرايونه او جوماتونه جوړ کړل او څاه ګانې يې وکيندلې چي مساپر ترې ګټه واخلي. د شېرشاه بل مهم کار دا وو چي د پوستي او ډاګ سيستم يې په داسي ډول تنظيم کړ چي ډېر چټک او ګړندى وو، ان نن ورځ هم هنديان په دې قانع دي چي د شېرشاه د ډاګ او پوستي سيسټم تر اوسني سيسټم هم غوره وو. شېرشاه په هند کي د مځکو داسي اصلاحات رامنځته کړل چي دده د مځکې د اصلاحاتو د سيسټم نه اوس هم ګټه اخستله کيږي. هغه په خپله واکمني کي جرمونه او نور ناوړه کارونه ټول له منځه يوړل، که به څوک ونيول شو سخته سزا به ورکېدله.
عسكرو ته به تنخواګاني په خپل وخت ورکول کېدې.
د سپينو زرو، سرو زرو او پيتلو سيکې يې عامي کړې، د هري سيکې بيه يې مالومه کړه، او د سيکې نوم يې روپۍ کېښود چي اوس هم په هندوستان، سرلنکا او پاکستان کي په دغه نوم ياديږي.
ياده دي وي په هند د واک کولو په وخت د ډهلي ښار خښته هم ده کېښوده.
شېرشاه سوري دا هر څه له نن څخه 480 کاله پخوا په خپله پنځه کلنه واکمني کي وکړل چي ددې تر څنګه له مغلو سره په اوږدو جګړو کي هم بوخت وو. هغه وخت هيڅ داسي پرمختللي او عصري وسايل نه وو لکه څنګه چي په اوسنۍ پېړۍ کي دي، هغه وخت که کوم کار په مياشت کي ترسره کېده اوس هغه کار په ورځ کي څه په ساعتونو کي ترسره کيږي، نو که په داسي پرمختللې پېړۍ كي څوک وغواړي چي خپلو خلکو ته رښتينى خذمت وکړي او هوسا او بسيا ژوند وربخښي نو په ډير لېږ وخت کي د هغوى لپاره هر څه کولی شي.
او هر واکمن چي ځان د واک تر ګدۍ پوري رسوي هغه له خلکو سره همداسي واعدې کوې، چي واک ته ورسي نو دى به مځكه درته ګلِ ګلزار کړي، خو کله چي واک ته ورسي ځينې د خپل جېب په ډکولو بوخت شي او د واک څخه په ګټي اخيستني سره ډير داسي کارونه تر سره کړي، چي خلک ورڅخه تر پوزي شي، او د خپلو خلکو په ځاى نور خوشحاله وساتي کومو چي دى د خپلو شومو هدافو لپاره دې مقام ته رسولى وي. او نور چي واک ته ورسي هغه بيا خپلو واعدو ته وفادار پاتي کيږي، خو خوا کي راچاپېره مافيايي کړۍ بيا نه غواړي چي په سيمه کي پرمختللي کارونه ترسره شي، خلک ښه او خوشحاله ژوند ولري. نو د داسي کارونو د مخنيوي لپاره مافيايي کړۍ له بيلابېلو لارو کار اخلي څو شته واکمن ته په مخكي خنډونه جوړ کړي، او هغه ونشي کولى پرمختللي او عصري کارونه مخته يوسي.
همداسي کله چي ولسمشر اشرف غني نوماند وو، نو هغه وخت يې له اولس سره واعدې کړې وې، که دى واکمن شي نو د هېواد او خلکو لپاره به داسي کارونه ترسره کړي چي ټول پرې خوښ او خوشحاله وي. کله چي يې د واک چاري په لاس کي واخيستلې، نو خپلو ژمنو ته د وفادار پاتي کېدلو لپاره لاس په کار شو. ترڅو د افغانستان لپاره داسي بنسټيزه پروژې ترسره کړي چي افغانان ورڅخه اوږده موده استفاده وکړې او د يوه کس په ځاى ټوله هېوادوال ورڅخه استفاده وکړي. د هغه بنسټيزو کارونو څخه يې ځيني داسي دي لکه:
د چابهار بندر له لارې د هند سره سوداګري پيلول.
د حيرتان بندر د ريل پټلۍ په واسطه د مرکزي اسيا هېوادونو سره نښلول.
د هرات د تورغونډۍ او د فارياب د اقينې بندرونه د ريل پټلۍ  په واسطه د لاجوردو له لارې ترکمنستان، ترکيې او اروپا سره نښلول.
چين سره د ريل پټلۍ په واسطه د ورېښمو لارې سره يو ځاى کېدل.
د نوي رادار سيسټم په فعالېدو سره د هېودا له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو فيس له 300$ څخه 700$ ته لوړېدل.
د هند، ترکيې، اروپا، سعودي، چين، قزاقستان، اندونيزيا او همداسې نورو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو له لارې سوداګري پيلول.
د خان سټيل او ميهن سټيل د اوسپنې ويلې کولو فابريکې پرانيستل.
د الکوزي د غیر الکولي مشروباتو فابریکه او په وروستيو کي د بزرګ افشان د جلغوزيو د پروسس او بسته‌بندۍ فابريکه پرانيستل شوې.
همدارنګه د نړيوال بانک د 2018ز کال په نوملړ کي د سوداګري د اصلاحاتو په برخه کي افغانستان لومړى ځاى خپل کړی دی.
په نژدې دوو کلونو کي د هېواد ډيرو ولايتونه ته برېښنا ورکړل شوې يا د رسېدو په حال کي ده.
د CASA1000 پروژه تر کار لاندي ده چي له لارې به يې MW300 برېښنا وارده شي.
ننګرهار ولايت کي د MW100 لمريزې برېښنا پر جوړولو کار روان دی.
د مزار IPP-50 مېګاواټه او بيات MW40 له ګازو څخه د برېښنا توليدول تر کار لاندى دي.
همدا راز کندهار کي MW30 لمريزې برېښنا جوړېدلو کار %70 بشپړ شوى دی.
2014ز کال کي د هرات سلما بند بشپړ او پرانيستل شو او وروستيو کي د دايکندي سوختک بند بشپړ او پرانستل شو.
دا مهال په 5 لويو بندونو کار روان دى لکه د بدخشان د شورابک، د کونړ ماڼوګي، د کابل شاه او عروس، د هرات د پاشدان او د نيمروز د کمال خان، او همدا ډول د 7 بندونو ډيزاين تر کار لاندې دى.
د اسیا په څلور لارې د افغانستان بدلول او اوس مهال پر ګڼو پروژو کار روان دی.
د مس عینک او امو سیند د نفتو او ګازو پروژو تړونونه لاسليک شوي.
تر 2020ز کال پورې د افغان کومانډو ځواکونو شمېر دوه برابره کول چي شمېر به يې 30000 شي.
تر 2024ز کال پورې افغان هوايي ځواک درې چنده کول چي 300 الوتکې به ترلاسه کړي هر کال به لسګونه الوتکې په لاس راځي. هغه چي په دې ډول دي؛ 150 بلک‌هاک، 55 MD530F او 32 دانې AC-208 ليزري بريد کوونکې الوتکې، 25 دانې A29 ليزري بريد کوونکې الوتکې او همدا راز د یو نورو scan eagle کشفي بې پيلوټه الوتکې ترلاسه کول شامل دي.
تر 2020ز کال پورې 36000 سيميزې اردو جوړول تر کار لاندې دي چي تصفيه شويو ځايونو کي به وګمارل شي.
په 2014ز کال کي اقتصادي وده %0.6 وه، 2017ز کال کي %2.5  او 2019ز کال کي هم %2.5 اټکل شوې ده، 2020ز کال کي به %3 ته ورسېږي.
په 2015ز کال کي داخلي عوايد 121 ميليارد افغانۍ وو، او په 2018ز کال کي 189 ميليارد.
له 2014ز کال څخه تر 2017ز کال پوري کورني عوايد %70 زيات شوي.
په 2014 کي ملي بودجه %71 په بهرنيو مرستو تکيه وه او 2018ز کال کي %51. همد اراز 2024 کي به افغانستان د %9 اقتصادي ودې او 25 بليونه ډالر GDP په جوړولو سره ملي بوديجه په خپله پوره کړي.
له ګلبدین حکمتيار سره سوله کول په کابل پروسې مخالفينو ته د بې‌شرطه د سولې خبرو وړانديز.
له طالبانو سره په کوچني اختر کي 3 ورځې اوربند اعلانول او مدیریت کول.
د سولې لپاره د کورنۍ، سیميزې او نړیوالې اجماع رامنځته کولو هڅې.
په کابل کي د 3000 علماوو له لوري روانه جګړه فتنه او ناروا بلل.
د 33 اسلامي هېوادونو د غونډې له لوري د روانې جګړې ناروا بلل.
د کعبې د امام له لوري د روانې جګړې ناروا بلل او په اندونیزیا او ازبکستان کې د سولې په اړه د کنفرانسونو رابلل په دې برخه کي عمده او پام وړ کارونه دي.
په تېرو 4 کلونو کي په 34 ولاياتو کي 330 جوماتونه جوړ شوي.
ولسمشر د واک جزيرې له منځه يوړې او د جنګسالارانو او غير مسووله وسلوالو ډلو پر وړاندې ودرېد.
کابل کي په سلګونو غير مسوول وسلوال ګروپونه ونيول شول. د حکومتي چارواکو په ټاکنه کي د پارلمان د وکيلانو لاسوهنه تر ډېره له منځه يوړل شوه.
همدا مهال له طالبانو سره د سولي خبري چي تر ډيره پکښې پرمختګ شوى دې.
خو په سر کي امريكا او بيا د افغانستان ګاونډيان هيڅ وخت نه غواړي چي افغانستان پرمختګونه وکړي، او په خپل ځان تکيه وکړي. نو د وخت واکمن ته خنډونه جوړوي او د هغه د هر کار مخه نيسي. ځکه د سيمي په پرمختګ کي دوى خپلي شومي ګټي له لاسه ورکوي. نو همدا کيسه ده چي د اشرف غني د پرمختګونو تر څنګ ډيري ناخوالي هم شته لکه څه موده وړاندي چي د په خپله وويل چي په تېرو څلورو کلونو 45000 ځواکونه قرباني شوي دي، همدا ډول ډير اولسي وګړي له منځه تللي دي، ډيري پروژې له خنډونو سره مخ شوې، ښوونځۍ، کلينکونه، سړکونه، ادارې، نوري دولتي ودانۍ سوځول شوى يا ړنګي شوې دي. د خلکو بې روزګاري، د مواد مخدر قاچاق، ځوانان په مخدره توکو روږدي کېدل، فساد، د مافيا حاکمېدل دا ټول هغه لاملونه دي چي د پرمختګ په وړاندي راپيدا کيږي، او زورواکي خپله لوړتيا پکښې لټوي، دا خنډونه په افغانستان کي د اشرف غني د واکمنۍ لپاره امريكا په خپله د دوستۍ تر عنوان لاندي تر سره کوي، څو د دوى ګټي خوندي پاتي شي. که د امريكا تاريخ مطالعه کړو، نو په ډيري اساني سره دا هر څه موندلى شو چي امريکايانو خپل هر هغه واکمن ته خنډونه جوړ کړي دي کوم چي غوښتل امريکا ته پرمختګ ورکړي او سړى په خپل ځان تکيه وکړي نه په بل چا چي هغه ورڅخه ناوړه ګټې واخلي.
امريكايان په خپلو دوو ولسمشرانو پسې ډېر ارمان کوي او اتلان يې ښيي، خو هغه دواړه ولسمشران (ابراهام لينکلن او جان ایف کنیډي) دوى د اقتدار په څوکۍ پخپله ووژل.
“ابراهام لينکلن” د امريکا شپاړسم ولسمشر وو، چي د 1861ز کال د مارچ په 04مه يې د واک چاري ترلاسه کړې، لینکلن په امريكا کي د مرییتوب تاریخ ته د پای ټکی کېښود، او امریکا یې د کورنۍ جګړې پر مهال وژغورله او کورنۍ جګړې ته يې د پای ټکی کېښود. هغه د خپلواکۍ، برابرۍ، ډیموکراسۍ او د لوړ انساني فکر جوړونکی وو. هغه همدارنګه جنرالان وټاکل او ستراتيژۍ یې ومنلې، ملکي ستر افسران یې وټاکل، پر ډیپلوماسۍ او د ګوند په کړنو یې څارنه وکړه، د پیغامونو او ویناوو له لارې یې د ټولو پام ځان ته را واړاوه. په ویناوو کي د هغه د خبرو کولو لوړ توان د هغه ځواک نور هم ډېر کړ.
لینکلن باید د امریکا د ساتنې لپاره د مرییتوب سلسله نابوده کړې وای، هغه دا کار وکړ، د مریيانو د خپلواکۍ فرمان یې له اساسي قانون سره ضمیمه کړ. هغه په خپله ددې مسوولیت پر غاړه واخیست چي د امریکا د بیا جوړولو لپاره به هڅه کوي. ډېری جمهوري غوښتونکو یې د دغه کار مخالفت وکړ. هغه یو غوره رهبر وو، د رهبرۍ په موده کي یې ډېرې دسیسي په قوي رهبرۍ له منځه یووړې، د بېلګې په توګه له ډيپلوماتیکو لارو یې هڅه وکړه د امریکا پولي کنټرول کړي، د غلامۍ پر ضد یې مبارزه سمه رهبري کړه، د پارلمان هغه هڅه یې ناکامه کړه چي غوښتل یې دده کابینه په خپل زړه جوړه کړي. د خلکو د یووالي او اتحاد لپاره يې سلګونه مقالې ولیکلې.
لینکلن په 1846ز کال کي د امریکا د استازو جرګه کي استازی شو. له دې امله چي مجلس ته نوی ورغلی وو، دومره مشهور نه وو. هغه وروسته د مکسیکو او امریکا د جګړې مخالفت وکړ، ده به ویل چي د امریکا د هغه وخت ولسمشر جیمز ناکاس بالک هڅې د خپلو شخصي احساساتو لپاره غواړي امریکايي سرتېري ووژني او نور کوم هدف نه لري. هغه په مستقیمه توګه له ټکساس سره د پولي پر سر د امریکا د هغه وخت ولسمشر ته توندې خبرې وکړې. وروسته د مکسیکو او امریکا د ستونزو په اړه د استازو جرګې ته یوه اصلاحیه مسوده راغله، استازو هڅه کوله دې مسودې ته رایه ورکړي او تصویب شي. لینکلن په دې وخت کي یوه سخته او ترخه وینا وکړه. هغه وویل: د اسمانونو او مځکې خدای دا هېره کړې چي د کمزورو او ضعیفو خلکو ملاتړ وکړي. پر ځای یې شیطانانو او قاتلانو ته دا واک ورکړی چي بې وزلان ووژني، ماشومان، ښځې او سپین ږيري قتلِ عام کړي. په دې توګه دوی غواړي د سولې او امن مځکې د جګړو او نا امنیو پر مځکو بدلې کړي. دوه اوونۍ وروسته د امریکا ولسمشر د استازو جرګې ته له مکسیکو سره د سولې هوکړه ولېږله.
کله چي هغه د دویم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شو هڅه یې وکړه خپل پاتې پلانونه عملي کړي خو په 1865ز کال د اپرېل په 15مه نېټه د تیاتر یوه لوبغاړي جان ویلکس هغه په واشنګټن كي وويشت مړ شو. ابراهام په امریکا کې تر ټولو محبوب ولسمشر دی، ټول نوي ولسمشران د هغه تګلارو ته درناوی لري او تر کار مخکې د هغه مجسمې ته ورځي او درناوی ورته کوي.
“جان ایف کنیډي” چي د امريكا 35 ولسمشر وو د 1963ز کال د نومبر په 22مه نېټه هغه وخت ووژل شو چي د ټکساس ایالت په ډالاس کي په موټر کي سپور وو. له هغه سره يې مېرمن جکي کنیډي هم سپره وه. په 1963ز کال کي ډالاس او ټیکساس د جان ایف کنیډي د ډیموکراټ ګوند سرچينه بلل کېده، او تر اوسه کوم تغير پکښې نه دى راغلى هم  هغسې يې خلک په ډيموکراټ ګوند وياړي. د “ډالاس 1963” کتاب ليکوال سټیون ډیوس وايي د پخوا په څېر نن هم دا ښار په دوو برخو وېشلى ده، ډیوس وايي د کنیډي له واک مخکي د ډالاس ښار په لويو لويو ورځپاڼو کي د هغه د بدنامي لپاره په يوه کميونسټ تورن شو، او د کانګرس يوه غړي د غدار تور هم پرې ولګاوه.
ډیوس زياتوي چي دلته خلکو د سياسي نظرياتو او نظرياتي اختلافونو په ځاى هغه د هېواد دوښمن وښود، کنیډي د حریف هېواد شوروي سره د پرمختللو وسلو يو قرارداد کړى وو، چي د هغه لامله د فوځ ځيني لوړپوړي چارواکي له هغه سره خوابدي کړل. دا لامل وو چي کنيډي د امريكا د نورو ولسمشرانو په څېر د واک په ګدۍ ووژل شو د مرګ لامل يې پنځه نيمي لسيزي مالوم نشو چي د اوس وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه پټ رازونه افشا کړل.
نو دلته د امريكا شتون هم د وخت واکمن نه پرېږدي چي پرمختللي کارونه تر سره کړي، ځکه هر ولسمشر هيله لري چي خلکو ته ډير څه وکړي، همدا هيله کرزي هم لرله خو امريكا او ګاونديانو نه پرېښود چي امنيت راولي او نور کارونه وکړي. همداسي يې اشرف غني ته هم خنډونه جوړ کړي او خپلو موخو رسېدلو ته يې نه پرېږدي