کور / راپور / کندهار: په کانکور کي د ګډونوالو شمېر څلور زره کسانو ته لوړ سوی دی

کندهار: په کانکور کي د ګډونوالو شمېر څلور زره کسانو ته لوړ سوی دی

 په کندهار کي دپنجشنبې په ورځ له زرګونو نارينه او ښځينه وو څخه پر داسي مهال دکانکور ازموينه واخيستل سوه، چي د کندهار ولايت مقام مرستیال، د پوهنتون، پوهني او پوهنځيو رئیسان او د مرکز کابل څخه د کانکور لپاره راغلي پلاوي ګډون درلود.

د کانکور ازمویني د پیل پر مهال د کندهار ولايت مقام مرستیال عبدالحنان منیب خوښي وښوول، چي سږ کال د نورو کلنو په پرتله د کانکور په ازموینه کي د ګډون کوونکو شمېر زیات دی، چي په خبره یې ښايي په راتلونکو وختونو کي دغه شمېر نور هم لوړ  سي.

نوموړي د کندهار د پوهني ریاست د مسؤلینو څخه مننه وکړه چي د فارغ زده کوونکو لپاره یې د کانکور د امادګۍ کورسونه دایر کړي وه او هم یې خوښي وښوده چي د کندهار او نورو ولایتونو د کانکور د ګډونوال د کامیابۍ چانس شپږو مهمو پوهنځيو ته زیات سوی دی.

همداراز د کندهار پوهنتون او پوهني رياستونو رئیسانو هم د خپلو ويناوو پرمهال وویل، چي د کندهار زده کوونکو ته دي د کامیابۍ لا هم زیات امتیازات ورکول سي ځکه دا ولایت او په ځانګړي ډول جنوب لوېدیځي حوزې تر نورو ولایتونو زیاتي ستونزي لیدلي دي،

هغوی د برياليو محصلینو لپاره د ځانګړي امتیاز پر ورکړه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي مرکزي اداره ټول پلانونه د سرد سېرو سیمو لپاره جوړوي چي په خبره یې ګرم سېره ولایتونه ورسره د ګڼو ستونزو سره مخ وي.

بل خوا د ازمویني د کمېټې مسؤل د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اقا شېرزاد وویل، چي د کندهار او نورو ولایتونو د کانکور ګډونوالو ته یې په شپږو پوهنځيو کي د کامیابۍ چانس ځکه زیات کړی څو په لېرو پرتو سیمو کي دندي اجراء کړي، نوموړي د ازمویني د پوره شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چي اوس د کانکور په چارو کي هیڅ لاسوهنه نسي کېدای.

سږ کال د لوړو، نیمه لوړو او شپنی کانکور ازموینه ټول پر یوه وخت د دوه ورځو په جریان کي اخیستل کیږي، همدارنګه سږ کال په کندهار کي د کانکور لپاره ۴۱۲۰ تنو نومونه ثبت کړي، چي له جملې څخه یې ۶۰۰ تنې ښځینه دي.