کور / راپور / اسدالله خالد: د هيواد په هر ګوټ کي به د وسلوالو زندانونه ماتوو

اسدالله خالد: د هيواد په هر ګوټ کي به د وسلوالو زندانونه ماتوو

د دفاع وزارت وايي، چي د افغانستان او امريکا ترمنځ پوځي او استخباراتي اړيکي به دوام لري.

د افغانستان د دفاع وزير اسدالله خالد وايي، چي د افغانستان او امريکا ترمنځ به پوځي هکاري مخ ته روانه وي.

نوموړي دا څرګندوني د طالبانو له زندان څخه د افغان زندانيانو د راخوشي کېدلو په مراسمو کي وکړې.

دغه ۵۳ زندانيان چي ډېری ئې افغان سرتېري وه، په زابل ولايت کي د طالبانو له يو زندان څخه د عملياتو په ترڅ کي راخوشي سول.

د دفاع وزارت وايي، هغه کسان چې د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کي وړمه ورځ په عملیاتو کي د طالبانو له زندان څخه خلاص  سوي ۳۲ تنه پکي د ملي اردو سرتیري،۴ کمانډو ځواکونه، یو تن د ملي امنیت کارکوونکی، اته تنه پولیس او اته ملکيان شامل دي.

دا عمليات چي د زابل ولايت په دای چوپان ولسوالۍ کي ترسره سول  افغان او امريکايي ګډو ځواکونو برخه لرل.

د زندانيانو د راخوشي کېدولو په مراسمو کي اسدالله خالد وویل: “د جنرال میلر او د هغوی له ملګرو څخه يواځي دا نه چي په دې عملیاتو کي د همکارۍ مننه کوو بلکې ستاسو د ښونې او رزونې ،اکمال او په هرځای کي چي اړتیا وه اوږه په اوږه درېدلي دي ،دا همکاري به د دو هیوادونو د پوځیانو،د دوو ملتونو او دوو هیوادونو هیڅ وخت له یاده نه وځي او د تل لپاره به دومداره پاتې کیږي.”

ښاغلي خالد وويل: خالد وویل “موږ ستاسو د خلاصیدو لپاره مو خپلي ټولي وړتياوي په کار اچولی وې او هغه وروڼه چي اوس هم د دښمن په زندان کې دي، ملت او تاسې ټولو ته او که هغوی زموږ ږغ اوري وعده ورکوم که د هېواد په هرګوټ کي وي موږ به پسې ورځو او د دوی ژغورنه زموږ مسئولیت دی او ژوند به ئې ژغورو”

د دغه زندان د ماتېدلو په هکله تردامهاله طالب وسلوالو څه نه دي ويلي.