کور / راپور / نيويارک کي د اوربند غوښتنه وسوه

نيويارک کي د اوربند غوښتنه وسوه

نن د امريکا په نيويارک ښار کي د PPM په ملاتړ غونډه کي د اوربند غوښتنه وسوه.

ياده غونډه کي د مسلمانانو تر څنګ، سيکانو، عيسويانو او د نورو اديانو پيروانو هم ګډون کړی وو .

د غونډي ګډونوالو د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه په افغانستان کي د امن او سولي غوښتنه وکړه.

 په دغه غونډه کي يو شمېر هغو کسانو هم ګډون درلود چي خپلوان ئې افغانستان کي د ناټو تر چتر لاندي جګړه کي وژل سوي وو.

 دغو متضررو کسانو پر خپل حکومت ږغ وکړ چي نور بايد افغانستان کي امن او سوله راسي، څو جګړه کي د دوی په څېر نور امريکايان درد ونه ويني.

د دغو ټولو مذاهبو پيروانو افغانستان کي د سولي ولسي حرکت ملاتړ وکړ او پر ټولو اوسېدونکو ئې ږغ وکړ چي بايد د سولي او امن به خاطر ئې ملاتړ وسي.

د سولي ولسي حرکت غړو د تېر ۲۰۱۸ زېږديز کال د جولای په مياشت کي د امريکا سفارت مخ ته د ناستي پر مهال د امريکا له ولسه غوښتنه کړې وه چي بايد له افغان ولس سره د امن ږغ بدرګه کړي.

#سوله

PPM #