کور / اسلامي / په کندهار کي د سولي تر عنوان لاندي د سيرت سيالۍ لپاره ازموينه واخيستل سوه.

په کندهار کي د سولي تر عنوان لاندي د سيرت سيالۍ لپاره ازموينه واخيستل سوه.

د شنبې په ورځ د کندهار په مېخانکي عالي لېسه کي د سولي په نوم د حضرت محمد ﷺ د سیرت سیالۍ ازموینه واخیستل سوه، چي پرمهال یې د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، سرپرست ښاروال، د علماء د شورا رئیس، یوشمېر دیني عالمانو، ځوانانو او خوندو برخه اخیستې وه.

د يادو مراسمو پرمهال د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب خبري وکړې او ويې ويل، چي د دغه سیالیو څخه یې موخه د حضرت محمدﷺ له ژوند او ادابو څخه د مسلمانانو خبرول او په ټولنه کي د هغه مبارک د خويونو عاملو ته زمينه برابرول دي.

ښاغلي منیب وويل، د‌ دغه سيالۍ لپاره ۲۷۰ تنو چمتووالۍ نيولی او ۲۰۰ تنو د ازمويني په پروسه کي برخه واخيستل، چي په خبره يې ياده سيالۍ ۲ اوونۍ وړاندي پيل سوې وه.

دغه راز ښاغلي منيب وويل، چي په دغه سياليو کي له لومړي څخه بیا تر پنځم مقام پوري بریاليو کسانو د عمرې حج زمينه او له هغه څخه پورته تر لسم مقام پوري ورته د بېلابېلو ډاليو زمينه برابره سوي ده.

پرهمدې مهال د ازمویني ګډونوال هم له دغه ازمویني خوښ وه او د ولايت مقام له مرستيال عبدالحنان منيب څخه يې ځانګړې مننه کول، چي دوئ ته يې د دا ډول سياليو زمينه مساعده کړي
، هغوئ زياته کړه، چي د يادي ازمویني د چمتوالي پرمهال د خپل پېغمبر ﷺ له ژوند څخه باخبره سوه او خورا زیات معلومات یې لاس ته راوړل.

هېره دي نه وي، چي د مرستیال والي عبدالحنان منیب له دې څخه مخکي هم څو ځلي په اطلاعاتو او کلتور رئیاست کي د ځوانانو لپاره د منجمنټ او عصري زده کړو لنډ مهاله کورسونه دایر کړي دي او بریالیو ځوانانو ته یې بېلابېلي ډالۍ
او امتیازونه ورکړي دي.