کور / راپور / په امريکا کي د يهودو پر عبادتځای بريد کي مرګژوبله اوښتې ده

په امريکا کي د يهودو پر عبادتځای بريد کي مرګژوبله اوښتې ده

د امريکا په کالفورنيا ايالت کي يو ۱۹ کلن بريدګر د يهودو پر عبادتځای بريد کړی دی.

بريد د شنبې په ورځ پر ځايي وخت يوولس بجې سوی دی او يوه ښځه پکي وژل سوې ده.

پوليس وايي، چي په پېښه کي ۳ نور کسان ژوبل سوي هم دي.

دا بريد پر داسي مهال سوی دی، چي د يهودو د کلنۍ رخصتي آخري ورځ وه.

پوليس وايي، بريد کونکی ئې نيولی دی او تر دا مهاله نه سي ويلای چي د بريد انګېزه به څه وي.

ولسمشر ټرمپ دا بريد غندلی او ويلي ئې دي، چي دا د کرکي ډک  جرم دی.