کور / راپور / د لويي جرګې کمېسون: د سياستوالو بايکاټ د لويي جرګې پر مشروعيت هيڅ اغېز نه لري

د لويي جرګې کمېسون: د سياستوالو بايکاټ د لويي جرګې پر مشروعيت هيڅ اغېز نه لري

سبا دوشنبه په کابل کي د سولي په نامه مشورتي لويه جرګه دائريږي، چي څلور ورځي به دوام ولري.

دغه لويي جرګې ته د هيواد د ۳۴ ولایتونو څخه درې زره کسان راغوښتل سوي دي، چي د چارواکو په وينا ۳۰ سلنه به ئې ښځي وي.

خو دغه لويه جرګه له وړاندي ځينو سياسي کړيو او تنظيمونو تحريم کړې ده.

د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون  ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند حنيف اتمر او ګڼو نورو نوماندانو هم دا جرګه تحريم کړې ده.

تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وويل، چي په اوسنيو شرائطو کي د لويي جرګې جوړول ګټور نه دي.

نوموړی چي په روسيه کي د افغان سولي په تړاو کنفرانس کي د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی ويلي، څرنګه چي د دې جرګې په اړه په حکومت کي دننه د نظر توافق نسته، ځيني لوى سياسي جريانونه، مخور، ديني عالمان، سياسي او مدني فعالان ئې د اهدافو په اړه اندېښنې لري.

دا په داسي حال کي ده، چي مخکي افغان سياستوالو په ټينګار سره د لويي جرګې د دائرېدلو غوښتنه کول، خو اوس ياد کسان دا جرګه تحريموي، همدې کار د عامو افغانانو په ذهنونو کي اندېښنې پيدا کړي دي.

بل خوا د لويي جرګې د جوړېدو د کمېسون مرستيال ضياء الحق امرخېل وايي، د سياسي ګوندونو لخوا د لويي جرګې تحريمول ددغه جرګې پر مشروعيت اغېز نه لري.

نوموړی وايي: “دا د اساسي قانون لويه جرګه نه‌ده، په هغه جرګه کي د ګډونو‌الو کټګورۍ مشخصي وي. که يوه کټګوري ګډون ونه‌کړي، د جرګې پر مشروعيت تأثير کوي. دلته د مشروعيت خبره دا ده هغه استازي چي په پام کي نيول سوي که هغوى ګډون ونه‌کړي، هلته ئې پر مشروعيت تأثير کوي. غواړم افغانانو ته ډاډ ورکړم، هغه غړي چي ټاکل سوي دي، يوه هم د کوم سياستوال په خاطر بايکاټ نه ‌دى کړى. ټول افغانان، د ټولو پرګنو او قومونو مشران په‌کي ګډون کوي.”

نوموړي زياته کړه، چي بيا هم د سياسي مخالفينو سره چي له جرګې څخه ئې بايکاټ کړی دی خبري اتري رواني دي.

لويه جرګه پر داسي مهال دائرېږي، چي طالبان لا هم دې ته نه دي تيار چي د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

بل خوا تېره شپه افغان ولسمشر اشرف غني د زلمي خليلزاد سره په ارګ کي کتلي دي.

له ارګ څخه خپره سوې خبرپاڼه کاږي،دواړو لوريو پر بين الافغاني مذاکراتو ټينګار وکړ.