کور / سياسي / نن ورځ د اوه پنځوسم کال دغویې اومه 

نن ورځ د اوه پنځوسم کال دغویې اومه 

لیکوال: انجنیر محمد اصف مزمل

لسیزی وړاندی نن ورځ دافغانانو لپاره دومره بد بختۍ او ناخوالی وزیږولی چې زمونږ د ژوند هره ورځ نن ورځ سوه. دغه ورځ په ځلونو ځلونو تکرار سوه داسی تکرار لکه هغه د اوه پنځوسم کال دثور اومه او ستونزی یې چې دکال او کلونو په ټولو ورځو کې وي.

وژل، ترټل، کونډی، یتیمان، د دین او عقیدی سپکاوی، جهاد، شهیدان، اشغال، غلامي، جاسوسي او… هرڅه ښه په درز کې روان دي. نه د چا ژوند، مال او عزت خوندي ده اونه هم هیواد او عقیده.

 د اوه پنځوسم کال د غویی د اومې ورځې ځورونی او کړاوونه په ډیر کم توپیر سره تکراریږي، د اوه پنځوس نن کې ددغه هر څه کوونکي او را وستونکي دکمونیزم حامیان او ګوډاګیان وه چې په وړاندی یې سپیڅلی مبارزه ټول اولس او ملت د اوه ګوندونو تر مشرۍ لاندی په میړانه اوشهامت وکړه تاوان ،دربدرۍ،کونډی،یتیمان،  شهیدان او قرباني ملت ورکړه او ګټه یې اوه مشرانو او د هغوي نیږدی کسانو ته ورسیدله.

د اوه پنځوسم کال نن ځکه پرله پسی نن پاتی سوه چې رهبران او د مبارزی سرلاري د مبارزی له سرو کرښو واوښتل نه د مبارزی موخو ته ژمن پاتی سول او نه هم د ملت ارمان ته بس خپلو شخصي ګټو او اهدافو پسی لاړل د همدغو مشرانو بی کفایتي او د موخو نه تعقیب نتیجه نه یوازی دا سوه چې د اوه پنځوسم نن تکراري بڼه خپله کړي بلکه همدوي اوه مشران او نیږدی کسان یې د غیور مظلوم ملت آزار ووهل چې په لاندنیو عواقبو اخته سول.

۱- په فکري او سیاسي لحاظ لیونیان سول د وطن هغو اصیلو بچیانو ته چې د اوه پنځوسم په نن کې دوي د قهرمانانو او غازیانو په نوم یادول نن ورته ترورستان او مردار وایې او هغوخلکو ته چې د اوه پنځوس په نن کې یې ورته غلامان،کفار او کمونستان ویل نن ور سره په یوه میز ناست او د ورور خطاب کوي.

 ۲- په عقیدوي او دیني لحاظ دومره پریوتل چې ارتداد، ددین سپکاوی،د شعاءرالله توهین، دښځو عریاني، زنا او… ورته د دیموکراسۍ اصل ښکاریږي.

۳- د اعمالو په لحاظ یې دومره انحطاط وکړ چې په هره غلا،  زنا، اختطاف، قتل … کې په یو ډول نه یو ډول ښکیل دي.

د اولس آزار وهلیو رهبرانو او نیږدی کسانو یې صرف په مالي لحاظ فایده وکړه نور یې هر څه له لاسه ورکړل نه عزت ور پاته سه نه د اولس محبوبیت په سیاسي لحاظ یوازی د اشغالګرو لاس پاکی سول، لکه د بوش خلکو د بوټ ګذارونه پری وکړل،خپلو اولادونو لکه د نانځکو و لوبول، سیما ثمر،  ملالی جویا … په مجالسو کې و څنډل، په دارالافتا کې د اریانا سعید مریدان سول چې اختلافي او حاد مسایل ورنه زده کوي.

منو چې افغان ملت و ځپل سو ، ځوانان او لکه غر داسی هستۍ یی په شهادت ورسیدلی آبادي یې ویجاړی او کنډواله سولی …

خو غیرت، شهامت، شان، شوکت، عزت …او اسلامیت یې لاهم په خپل ځای پاتی دي او له هر چاسره یې د دوستۍ او دښمنۍ سری کرښې دي او وي به.

دنن اولس لکه د اوه پنځوسم نن ملت هری ناخوالی،  سختۍ او بد بختۍ ته ښه په نره ،میړانه او شهامت ولاړ ده هر څه په ډیر صبر او حوصله د آزادۍ، حریت،  اسلامي نظام او د الله د کلمې د لوړ والي لپاره زغمي. رب العزت دی دا ځل هغه مشران چې دغه ملت ور پسی روان ده په بله نه روا نوي کنه خدای مکړه همدانن به همداسی نن پاتی سي