کور / #PTM / د پاکستاني پوځ په ايښودل سوي ماين چاودنه کي ۳ وزيرستاني ماشومان ژوبل سول

د پاکستاني پوځ په ايښودل سوي ماين چاودنه کي ۳ وزيرستاني ماشومان ژوبل سول

د جنوبي وزيرستان په سروکۍ سيمه کي ځمکني ماين چاودني له امله دوه ماشومان ژوبل سوي دي.

سيمه ايز اوسېدونکي وايي، چي  پيښه د جنوبي وزيرستان سب ډويژن سروکۍ بدر ژور کلي کي سوې ده. او دا هغه ماينونه دي چي د پاکستان د پوځ په لاس ايښودل سوي دي.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۴مه هم د ځمکلاندي بم چاودنه سوې وه چي پکي دوه ماشومان ژوبل سوي وه.

ځايی خلک وايي، په جنوبي او شمالي وزيرستان کې ښخو په چاودنو کې لسګونه کسان چې پکې زياتره ماشومان دي وژل شوي او ژوبل دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، چي د پاکستاني پوځ له خوا ايښودل سويو مايونونو د قبائلو په سلګونو کسان وژلي او په زرګونو نور ئې ژوبل کړي دي.

د پي ټي ايم د غوښتنو يوه مهمه غوښتنه همدا ده چي د قبائلو له سيمي دي د ماينونو کمبله ټوله سي.

خو داسي ښکاري چي پاکستاني استخبارات او پوځ دې کار ته ژمن نه دی او هره ورځ د پښتنو ماشومان او ځوانان د بريد قربانۍ ته غاړه ږدي.