کور / اقتصادي / کندوز کي د کرنیزو حاصلاتو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل سو

کندوز کي د کرنیزو حاصلاتو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل سو

نن په کندوز کي د کرنیزو حاصلاتو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل سو،چي په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي د ولایت رهبري، مسؤلینو، په ولایتي سورا کي دخلکو استازو،میرمنو،ځوانانو، بڼوالو او بزګرانو ګډون درلود.

کندوز والي جوړو سویو مراسمو ته په وینا کي وویل” کندوز دهېواد کندو دی او موږ په دې تلاش کي یو چي دغه ولایت یو ځل بیا خپل پخوانی برم ترلاسه کړي.د کندوز تازه او چي مېوې او کرنیز حاصلات بې مثاله دي په دغه دوه ورځنی نندارتون کي هغه څه ننداري ته کيښودل سوې چي په ډیرو ځایونو کي يې ساری نه لیدل کیږي. کندوز د جنګ نه بلکي دژوند ځای دی، دلته زحمت کښ بزګران او باغدارن دومره حاصلات لري چي دهېواد د ډیرې برخې اړتیا وې پوره کوي.”

کندز والي عبدالجبارنعیمي همداراز  وویل “ ځای دی چي له هغو ادارو او موسساتو مننه وکړم چاچي چي ددغه نندارتون په پرانیسته کي مرسته کړې، موږ په همدې تلاش کي یو چي کندوز ژر بیرته خپل پخوانی برم ترلاسه کړي، دا ولایت به بیا دهېواد کندو سي، دکروندګرو،باغدارانو او خلکو په ژوند کي به دمثبت بدلون او اقتصادي پياوړ تیا نوي بابونه پرانیستل سي او له دغه ځایه به دهېواد اقتصادي بنسټونه تقویه سي.”

غونډې ته د کرنې رئیس او د یو شمېر موسساتو استازو هم لنډې خبرې وکړې، په کندوز کي يې دکرنیزې ودې ،پراختیا او باغداۍ پر پياوړتیا او کروند ګرو ته دلازمو اسانتیا ؤ دبرابرولو په برخو کي يې ډاډ ورکړ او وروسته رسماً د پټۍ په پریکولو سره نندارتون پرانیستل سو.

په دغه نندارتون کي چي نن پرانیستل سو، تازه او چي میوې، کتابونه، لاسي  صنایع او  په کندوز کي ګڼ تولیدي توکي ننداري ته کيښودل سوي دي. چي دوه ورځې به دخلکوپر مخ  خلاص وي.