کور / سياسي / جرګې سره مخالفت د سولې سبوتاز دی!

جرګې سره مخالفت د سولې سبوتاز دی!

ليکنه: سرلوڅ مرادزی

په هېواد کې د ټینګې او تلپاتې سولې په پار هڅې او هلې ځلې، د ملي دندو او وجایبو په سر سر کې ځای لري.

نن، ټولې دندې وروسته، خو اوربند او سوله تر ټولو نورو دندو لومړی!

دا مهال د ټولو ملي ګټو او ارزښتونو پېژند او بسیا، د سولې پر محوریت راڅرخې او د سولې په برکت تر سره کېدای شي. که سوله نه وي هېواد خوندي نه دي، د افغانانو سر او مال خوندي نه دی د ملې ګټو او ارزښتونو بسیا په هسې خبرو بدلیږي، د هېواد تاریخ او هویت هر څه د خطر سره مخ دي. نو ځکه باید ټوله هڅه د سولې په بسیا او ټینګښت راټوله وي، افغانان له سپین او تور پرته په یوغږ سولې ته لبیک وايی او تر هر څه سولې ته لومړیتوب ورکوي.

حکومت د سولې مشورتي لویه جرګه د همداسې موخو د پلیتابه لپاره د هېواد پلازمېنې کابل ته راغوښتي. دا لویه جرګه په کور دننه د هیڅ ډلې، تنظیم، شخص او یا بهر کوم هېواد سره په مخالفت کې نه ده، بلکې یوازې د افغانانو په کور د تپل شوې جګړې سره په مخالفت رابلل شوې او ټوله هڅه به يی هېواد کې د جګړې غندل او د ریښتینې او تلپاتې سولې بسیا او ټينګښت وي.

د ډیري افغانانو په اند د سولې مشورتي لویه جرګه رابلل او د جرګې لخوا په اوربند او سوله بحث، د حکومت پرځای اقدام او نووښت ګڼل کیږي چې افغانان يي په کلکه ملاتړ کوي!

ځینې کړۍ او یا شخصیتونه چې دا جرګه د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم (د دولت سازی ټیم)، تبلیغاتي وسیله بولي اشتبا ځکه کوي، که دا جرګه د سولې په لار کې یو ګام هم پر مخ واخلي د نورو ټاکنیزو ټیمونو لپاره هم نسبتآ ښه شرایط برابروي چې ښه شرایط د ټولو ټيمونو لپاره یوشان ګټه رسوي. بلخوا د ټاکنو یوه مهمه او تر ټولو لومړی موخه باید دا وي چې د اوربند او سولې په بسیا کې هڅه وشي، هغه ټاکنیز ټیم چې د افغانانو د سولې د ارمان په پوره کېدو کې تر نورو ټیمونو مخکې وي، افغانان به خامخا خپله رايه داسې ټیم ته ورکړی. بلخوا څه بدي لري، که د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ سیالي، هېواد کې د سولې او اوربند په ګټه راوڅرخي او یو ټاکنیز ټیم تر بل ښه او عملي تګلار په دې  اړه وړاندې کړي.

په ټاکنیزو مخالفو ټيمونو کې د حنیف اتمر په مشرۍ د یونس قانوني، محقق او عطا محمد نور ټاکنیز ټیم د لويي جرګې زیات مخالفت کوي. که دغه ټیم لویه جرګه یوازې د ټاکنو لپاره تبلیغاتي وسیله بولي، نو بیا خو دغه ټیم تر نورو مخکې په ماسکو کې دغه تبلیغاتي سیالي پیل کړې او طالبانو سره په دوحه کې د بې پایلې ناستې لپاره هم ورځې په دغه موخه شمېري.

دغه ټیم په بې شرمۍ سره وايی چې دوی لویه جرګه تحریموي! د تحریم کلمه هغه څوک کارولی شی چې د یوې پروسې غړی وی. حنیف اتمر، یونس قانوني او عطا نور؛ نه په حکومت کې دنده لري او نه کومه بله رسمي چار؛ دوی ځوک دي چې د تحریم کلمه کاروی!

د عادي وګړو په توګه کولای شي چې غونډه کې ګډون ونه کړي.

مرغ کم…… مرداری اش کم!

د ټاکنیزو ټیمونو نور څوتنه غړي هم چې د لويي جرګې د تحریم خبرې کوي، تحریم يي کوم قانوني ارزښت او وزن نه لري، د لويي جرګې د سمبالتیا مشر عمر داوودزي په خبره، ګډون يي یوازې یوه اخلاقي ښېګڼه لري او بس!

د لويي جرګې د جوړېدو کمیسیون هم وايی، د ځینو سیاستوالو پریکون د لويي جرګې په مشروعیت اغیز نه لري.

بلخوا که بېلا بېل تنظیمونه او ډلې په بېلا بېلو تګلارو او فکرونو طالبانو سره خبرو ته کښیني، ښه پایله به ولري او که دا ډلې او اشخاص، د افغانانو د استازو او مرکزي حکومت سره په ګډه په مشورتي لویه جرګه کې  یوځای یوه تګلار وټاکي او بیا د هغې له مخې طالبانو سره خبرې وکړي پایله به يي ښه او ګټوره وی؟

بلخوا هغه ډلې او اشخاص چې په اصطلاح لویه جرګه تحریموی، طالبانو سره د خبرو لپاره بله کومه ګټوره، ناسته او تګلار وړاندې کولای شي؟ که په داسې تنظیمي ناسته کې کومه پریکړه هم وشي د مرکزي حکومت له ګډون او سلا پرته، ایا د قانون له مخې هغه کوم الزامي اعتبار لرلی شي؟ البته هیڅکله نه!

بیا نو دا نارې سورې او غوغا د څه لپاره تر سره کیږي؟

طالبان هم وايی دوی لویه جرګه نه منی، د ښاغلي حنیف اتمر ټیم هم وايي چې جرګه نه مني. محقق چې د اتمر د ټیم مرکزي غړی دی وايی، کومه لویه جرګه چې ولسمشر غوښتې په اساسي قانون کې نشته. خو اساسي قانون ولسمشر ته واک ورکړي چې د مهمو پریکړو په وخت د سلا لپاره د لويي جرګې په ګډون هر ډول بله ناسته غوښتلی شي. دا هغه برخه ده چې اساسي قانون کې محقق نه ده لوستي او یا د نورو موخو لپاره پر هغې سترګې پټوي.

د طالبانو یو ویاند د ذبیح الله مجاهد په نوم هم وايی،«د سرو او شنو کرښو په مطرح کولو سره حکومت غواړي چې د سولې واقعې جریانونه سبوتاژ کړي، له بېواکه ادارې سره د مذاکراتو او اوربند غږ اوچت کړي»

دلته د سولې د واقعې جریانونو څخه د مجاهد موخه، د حنیف اتمر ټیم او د حکومت څو تنه نور هغه مخالفین دي چې غواړې د سولې جرګه سبوتاژ کړي.

طالبان او په حکومت کې دننه  او د حکومت پر شاوخوا راتاو طالبان، په لویه جرګه کې د اوربند له غږ ډېر ډاریږي. د دوی ګټې د جګړې په دوام کې پرتې دي نو ځکه د سولې په اړه د سرو او شنو لیکو  څخه خپل ناراضیتوب بیا بیا یادوي!

که چیرې څوک سوله غواړي پیل يي اوربند دی. که د سولې په اړه سرې او شنې لیکې ونه کښل شي، تلپاتې او ټینګه سوله نه راځي. هغه سوله چې د بلې جګړې لپاره لار هواره کړي، سوله نه بلکې د بلې جګړې لپاره د تیارۍ په مانا ګڼل کیږي.

د سولې لويي جرګې ته باید د یوه ښه فرصت په سترګه وکتل شي، د جرګې پریکړې که څه هم الزامي نه ګڼل کیږي خو ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې هغه به په ټینګه پام کې نیسي او پلي کیږی به.

د افغانانو یو موټيتوب په هېواد کې د سولې تضمین دی.

مخ په وړاندې د اوربند او ریښتینې سولې په لور!

د ۲۰۱۹ کال د اپریل ۲۸ مه

سرلوڅ مردازی