کور / راپور / لويه جرګه په څو شيبو کي پرانستونکې ده

لويه جرګه په څو شيبو کي پرانستونکې ده

نن په کابل کي د سولي په تړاو مشورتي لويه جرګه پرانستل کېږي.

د لويي جرګې انتظاميه کمېټه وايي، چي د لويي جرګې لپاره ئې پوره انتظامات نيولي دي او ګډونوال د لويي جرګې خېمې ته راروان دي.

په دغه جرګه کي د هيواد د ټولو ولايتونو څخه ۳۰۰۰ کسان راغلي دي چي  ۳۰سلنه پکي ښځي دي.

لويه جرګه به څلور ورځي روانه وي او په همدې ورځو کي د کابل ښار کي رخصتي ده.

چارواکي وايي، چي په همدې مناسبت ئې په کابل ښار کي کلک امنيتي تدابير نيولي دي.