کور / #PTM / منظور پښتين: پوځ له لومړۍ ورځي د پي ټي ايم پرضد پروپاګند کوي

منظور پښتين: پوځ له لومړۍ ورځي د پي ټي ايم پرضد پروپاګند کوي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي پاکستانی رياست د لومړۍ ورځي څخه ددوی پر ضد تبليغات کوي او ددوی د تحريک لپاره غلط پروپاګند مخ ته وړي.

ښاغلی پښتين وايي، چي پوځ د پي ټي ايم سره له اوله نه ده جوړه او د همدغه اولسي تحريک پر ضد پروپاګند او د دروغو خبري کوي او تورونه ورباندي لګوي.

ښاغلی پښتين وايي، چي اوس عمران خان هم د پوځ خبري کوي او پر پي ټي ايم بې اساسه تورونه لګوي.

پښتين وايي، زموږ سره هر ډول ظلمونه سوي دي، ووژل سوو، بمبارۍ راباندي وسوې، کورونه مو ړنګ سول “چا راسره عملي او چا سره زباني ظلمونه وکړه او د چا چي څومره وس رسېدلی ظلم ئې کړی دی”.

ښاغلي پښتين چي د فيسبوک له لاري ئې په ژوندۍ بڼه ويډيويي وينا اورول وويل، پاکستانی پوځ او رياست پر پي ټي ايم تور لګوي چي دوی سمه خبره نه کوي او له بهره ورته پيسې راځي، نو پاکستان خو ډېري خفيه ادارې لري دا دي وښيي چي موږ ته له کومه ځايه پيسې راځي، دغه استخبارات ولي ثبوت نه وړاندي کوي؟؟

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي وه، چي د پي ټي ايم مشرانو ته له بهره پيسې  ورکول کېږي.

عمران خان د خپلو تورونو لپاره هيڅ دليل نه دی وړاندي کړی، بلکي يواځي ئې بې اساسه تور لګولی دی.

ښاغلي پښتين په خپلو خبرو کي وويل: “اصل مسله په پښتون وطن جنګ دی، د هغې مخنيوي څنګه وکړای سي په ليويز ځواک د يو وخت نه په جنوبي پښتونخوا کې په قلعه سېف الله او سنځاوۍ او باجوړ او وزيرستان کې سخت بريدونه وسو او دا د دې پښتون وطن بچي دي او د پښتنو وژنو ته لار جوړوي”.

نوموړی زياتوي: “دوي جګړه جوړوي ځکه په دې جګړه دوی ۳۳ اربه ډالره وخوړه او داسې ئې وخوړه چې هډو يې پرې چرت خراب نه کړو”.

ښاغلي پښتين د شهيد ارمان لوڼي د مقدمې په هکله وويل: “د ارمان لوڼي د کېس په اړوند وايم چي که دغه کېس نه حل کوي او که کله مکلمه نااميدي راغله کومه چې تقريبا راروانه ده بيا به پښتانه خپل عدالت لګوي بيا به سره ګورو بيا به معاف کول نه وي”.

نوموړي دا هم وويل، چي د نقيب الله مسيد په مقدمه کي څه وسول؟ د هغه تپوس چا وکړ؟ د هغه قاتل راو انور کوم جېل ته ولېږل سو؟

ښاغلي پښتين زياته کړه،  “که په غلطيانو په پردو اچولو ملکونه جوړېدی پاکستان به اوس سپر پاور وای، ملکونه، رياستونه، قامونه په غلطيانو راښکاره کولو مضبوطيږي”.

“دلته پوځ ته غټه درجه ورکړی طوې په دې رياست کي که په خدای او رسول پسې چا خبره وکړه هغه به معاف سي خو که په پوځ پسې چا خبره وکړه هغه دوی نه معاف کوي د وژلو او نيولو کوښښونه يې کوي”.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پوځ او استخباراتو په اشاره پر پي ټي ايم نيو کي شروع کړي دي.