کور / #PTM / په بلجيم کي د پي ټي ايم په ملاتړ غونډه وسوه

په بلجيم کي د پي ټي ايم په ملاتړ غونډه وسوه

د بلجيم هېواد په انتورپين ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه ترسره شوه؛ چې په کې له مرکز بورکسل نه هم د ياد خوځښت مشرانو ګډون کړی ؤ.

غونډه د قرانِ شريف په څو مبارکو اَيتونو پيل شوه، ورپسې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلجيم څانګې مشر عابد لالا ګډون والو ته د غونډې په اړه مالومات ورکړل، په وار سره د پښتون ژغورنې فعالو غړو سرفراز خان او مالک بازي د پښتون ژغورنې غورځنګ د څه باندې يوه کال په لاسته راوړنو او ننګونو خبرې وکړې، غونډې ته د راغلو مشرانو له ويناوو وروسته د مشرانو او ګډونوالو په مشوره د انتورپين ښار لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ نوی مشر او مرستيالان وټاکل شول چې:

ډګروال نورالحق (مشر)

جاويد احمدزی (مرستيال)

ضمير احمدزی، نورباچا (مالي چارې)

 جابر منظر (د مطبوعاتو مسؤل)

ددې تر څنګ، قلم ګل، اغا محمد، او سيد اَغا د خوځښت باصلاحيته غړي وټاکل شول.

په غونډه کې د راتلوونکي ناستې او په نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې، او له جاويد احمدزي څخه ځانګړې مننه وشوه چې د غونډې کوربتوب يې په غاړه اخيستي ؤ، غونډه د ډاکتر زمان په دُعا ويلو سره پای ته ورسيده.

راپور: ج. منظر