کور / راپور / ولسمشر غني: د سولي مشورتي لويي جرګې د جوړولو هدف د سولي او لپاره د چوکاټ او حدود ټاکل دي

ولسمشر غني: د سولي مشورتي لويي جرګې د جوړولو هدف د سولي او لپاره د چوکاټ او حدود ټاکل دي

نن په کابل کي د افغانستان د ټولو ولايتونو څخه ۳۲۰۰ کسان د سولي د مشورې لپاره راغونډ سوي وه.

د مشورتي لويي جرګې په دغه مراسمو کي چي نن سهار ۹ بجې پيل سول افغان ولسمشراشرف غني پرانستونکې وينا وکړل.

ولسمشر غني وويل، د سولي مشورتي لويي جرګې د جوړولو هدف د سولي او لپاره د چوکاټ او حدود ټاکل دي.

نوموړي وويل: “ولې مشورتي لویه جرګه؟ ځکه چي له طالبانو سره د سولي چوکاټ او حدود وټاکو، تاسې د ملت منتخب استازي دا حدود ټاکئ، نه عالي رتبه دولتي مأمورین، له دې امله چي سوله تعریف سي او ورته د رسېدلو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول سي، د افغانستان جمهوریت به د خلکو د نظریاتو په رڼا کي د سولې تګلاره جوړه او بشپړه کړي او هڅه به وکړي چي ټولې دولتي سرچینې او امکانات ‌ئې د عملي کولو لپاره وکاروي.”

ټاکل سوې دا جرګه څلور ورځي دوام وکړي، ياني تر راتلونکي پنجشنبې پوري به دوام ولري.

ښاغلي په خپله وينا کي پاکستان ته په اشارې سره وويل، کابل په څو ځلي اسلام‌اباد ته دا ویلي چي له جګړو او تاوترخوالي هېڅ لوری ګټه نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړه: “افغانان ستاسي ښه دوستان کېدلای سي، خو هېڅکله به هم چاسره نا برابرې اړیکې ونه‌پالي، هر څه ته حاضر یوو، خو د خپل اقتدار او خپلواکۍ قربانۍ ته نه، که غواړئ موږ سره ملګرتیا ولرئ او په وړاندې مو کوم ګواښ نه‌وي، موږ په خدمت کي یوو، خو که غواړئ چې د نرم جنګ او تاوتریخوالي له لارې موږ بې‌خاصیته کړئ، دا کار امکان نه‌لري.”

د مشورتي لويي جرګې لپاره د مشر په توګه استاد عبدالرب رسول سياف وټاکل سو.

ښاغلي سياف لويي جرګې ته په   خپله وينا کي وويل: “موږ د پخلاینې پر لور ځو، سوله به حتمي راولو، که څوک غواړي که نه، سوله به راولو، په دې کي احتیاط هم کوو چي خدای مه‌کړه په ناپوهۍ یا د تېروتنې له امله زموږ قدم د ملک د وېشلو لامل ونه‌ګرځي او زموږ ملي یووالی او ملي حاکمیت اغېزمن نه‌کړي.”

د مشورتي لويي جرګې  سره  د حامد کرزي په ګډون راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماندانولکه حنيف اتمر، رحمت الله نبيل او نورو سياسي څېرو بايکاټ کړی دی.