کور / سياسي / ډاکتر عبدالله ولې سوړ او ډاډه دی؟

ډاکتر عبدالله ولې سوړ او ډاډه دی؟

ليکنه: سکندر خلیل

ډاکتر عبدالله ظاهراً ارام خو په عمل کې قاطع او جدي سیاستوال دی. د جمیعت او شورای نظار په منځ کې رباني او مسعود هغه څوک وو چې د افغانستان مشري یې غوښته او فهیم داسې شخص و چې ویل یې مشري دې د پښتنو وي، خو غوښتل یې د قدرت بدنه د تاجکو وي.

ډاکتر عبدالله د مسعود او رباني پیرو دی او د افغانستان د مشرۍ نیولو لپاره ثابت قدمه مبارزه کوي. ډاکتر عبدالله له امریکایانو، روسانو، هندیانو، ایرانیانو او نورو هیوادونو سره ښې اړیکي پاللي دي او دوام ورکوي. د هیواد په دننه کې هم د حزب اسلامي او طالبانو پرته د نورو ټولو سره ډلو سره د ستراتیژیک شراکت کوښښ کوي. هغه پوهیږي چې که د پښتنو په منځ کې کوم قوي قوت نه وي، له فرعي ډلو او افرادو سره هر وخت ګډ کار او شراکت ته حاضر دی.

په دې ورځو کې چې د سولې، موقت حکومت او ټاکنو مسلې درې ګرمې او تودې خبرې دي، ډاکتر عبدالله په درې واړو او نورو احتمالي حالتونو کې راضي ښکاري او هیڅ جنجالي او پارونکي خبرې او عمل نه کوي. فکر کیږي چې ډاکتر عبدالله محاسبه کړې ده، او فکر کوي چې په هر یوه حالت کې یې زیاته یا کمه ګټه شته:

  • د اوسني حالت دوام او د سولې ځنډ: پدې حالت کې ډاکتر عبدالله چې ظاهراً د نظام نیمایي برخه له ځان سره لري، کوم تاوان نه کوي. خو که دقیقه څیړنه وشي، اتیا فیصده نظام لا اوس هم د نظار شورا او جمیعت په لاس کې دی چې یې عملي نماینده ګي یې ډاکتر عبدالله کوي. د اردو ۵۰٪ افسران تاجک دي، چې ټول جمیعت او شورای نظار ته وفادار دي، ۲۵٪ پښتانه دي، چې نیم (۱۲.۵٪) یې جمیعتیان او پاتې منفرد اشخاص دي، چې د خطر او بحران په وخت کې یې کنټرول د جمیعتیانو لپاره هیڅ ستونزه نه لري. پاتې ۲۵٪ چې ازبیک او هزاره او یو څه نور قامونه دي، چې اوس د ډاکتر عبدالله سره په ایتلاف کې دي. البته ۸۰٪ جنرالان د شورای نظار او جمیعت غړي دي. که څه هم اشرف غني اوس د قول اردوګانو قوماندانان پښتانه ټاکلي دي، خو هغوی پخواني پرچمیان او یو څه خلقیان دي، چې نه د ولس سره اړیکي لري او نه سیاسي ریشه او زور. که ۲۰۰۰ منسجم خلقیان د سردار داود رژیم ړنګولی شي، نو په لسګونو زرو جمیعتي افسرانو ته د څو تکنوکراتو غربي پښتنو له صحنې لیرې کول څه ستونزه ده. البته که حالت همداسې وي، چې پښتون (ډاکتر غني یا کرزی یا دوی ته ورته بل مشر) د اقلیتونو پښتون سمبولیک مشر وي، دا حالت جمیعت او نظار شورا ته تر زرو کلونو د منلو وړ دی. نتیجه داده چې که د طالبانو قوت نه وي، د نظار شورا او جمیعت پر وړاندې بل کوم قوت نشته او ډاکتر عبدالله دې ته حالت ته خوشاله دی.
  • موقت حکومت: ډاکتر عبدالله پوهیږي چې جمیعت د یو منسجم ګوند په توګه چې په تیرو ۲۶ کلونو کې یې واک په لاس کې پاتې شوی دی، په موقت حکومت یا بل موقتي تشکل کې له بیلابیلو ادرسونو (د پنجشیر او شمالي حوزه، د مزار حوزه، د قطغن حوزه، د هرات حوزه او دولت) څخه د دوی کافي نماینده ګي یقیني ده.
  • سوله: که سوله راځي هم د دوی نماینده ګي به له پورته حوزو څخه پوره او ډاډمنه وي. له کابل څخه تر بدخشان او تر بلخ پورې د لسو ولایتونو ټول ملکي او نظامی او حتی اربکي او غیر مسولو وسله والو واک له جمیعت او شورای نظار سره دی. په ننګرهار او کندهار کې هم وسله وال کسان د دوی له ډلې او یا یې له موتلفینو څخه دي. که نړۍ د موجودیت او حضور په اساس هم واک د موجودو قوتونو تر منځ ویشي، شورای نظار او جمیعت پکې کافي برخه خپلوي.
  • ټاکنې: پښتانه په جګړه کې دي. له ۵۰ تر ۷۰٪ خاوره د طالب په کنترول کې ده. دا ځل به هغوی د خپل کنټرول په سیمو کې ټاکنو ته اجازه ورنه کړي. که په پاتې نظام کې ټاکنې پاکې او شفافې وشي، د تاجکانو استازی ډاکتر عبدالله د ازبکو او هزاره و سره ایتلاف لري. دا درې واړه قومونه (نر و ښځې) په ټاکنو کې ګډون کوي او په اسانۍ سره ټاکنې ګټي. د دې لپاره چې ډاکتر عبدالله د مسعود او رباني پیرو دی او پلان لري چې د افغانستان مشري او نظام دواړه دې د تاجکو تر مشرۍ لاندې راشي. نو له دې له امله خطر شته چې بیا عبدالله او نظار شورا سولې ته یوازې په هغه صورت کې حاضر شي، چې د دوی مشري دوام وکړي او طالبانو او ټولو نورو ته د ده د خوښې سره سمه ونډه ورکړل شي. که سناریو داسي جوړه شي چې د اشرف غني رایې زیاتې وښودل شي، بیا به ډاکتر عبدالله د ۲۰۱۴ په شان لارو کوڅو ته راووزي او بیا به د کوم هیواد د منځګړي له خوا د ۲۰۱۴ کال په شان یو جوړجاړی وشي، چې عبدالله او ډله به یې بیا هم د نظام ۸۰٪ برخه واخلي.
  • ګډوډي. دا د ډاکتر عبدالله په شمول د هیچا لپاره ښه بدیل نه دی، خو که وي هم، دوی د لسو ولایتونو سل فیصده ملکي او نظامي (رسمي او غیررسمي) واک په لاس کې لري او تر ډیره وخته له طالبانو سره مقاومت کولی شي.

همدا دلایل دي چې ډاکتر عبدالله ارام، سوړ او ډاډه دي، له ټولو مسایلو سره په سړو مغزو خو جدیت برخودرد کوي او په ثبات د خپل قوم، ګوند، ډلې او ځان ګټې په هر صورت کې تضمینوي.

د اوسني بد حالت د مثبت بدلون او د ګډوډۍ څخه د مخنیوي لپاره، د افغانستان خلکو ته دا په ګټه ده چې لومړی یو بې طرفه موقت یا سرپرست حکومت چې امریکا، چین، روسیه او اروپایي ټولنه یې تضمین وکړي، جوړ شي، بیا سوله تأمین شي او ورو ورو هیواد د ثبات او نیکمرغۍ پر لور لاړ شي.

تر سولې وروسته دې د تل لپاره واک ته د رسیدو یوازنۍ مشروع لار ټاکنې وي. بیا د اوسنۍ اجنډا د لولو په صورت کې د ډاکتر عبدالله د جمهوري ریاست ګټلو چانس له منځه ځي، خو د یو افغان په توګه به یې د مشروع حقوقو چانس تل خوندي وي.