کور / #PTM / محسن داوړ: پي ټي ايم هر وخت حساب ورکولو ته تيار دی، خو پوځ هم بايد مخامخ سي

محسن داوړ: پي ټي ايم هر وخت حساب ورکولو ته تيار دی، خو پوځ هم بايد مخامخ سي

د پښتون ژغورني غورځنګ  (پي ټي ايم) مخکښ مشر  محسن داوړ وايي، دا لومړی ځل نه دی چي پر  پي ټي ايم د پوځ لخوا تورونه لګول کېږي، دا ډول تورونه پخوا هم پر پښتنو مشرانو لګول سوي وه.

د داوړ په خبره، پي ټي ايم هر ډول حساب ورکولو ته تيار دی، خو پوځ هم بايد ځان مخامخ کړي.

ښاغلي داوړ د پاکستان د پوځ د هغه ادعاوو په ځواب کي دا څرګندوني کړي دي، چي ويلي ئې وو، پي ټي ايم ته د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو لخوا پيسې ورکول کېږي.

محسن داوړ د پوځي وياند تورونو ته په قامي اسمبلۍ کي ځواب ويلی چي “د اولي ورځې څخه پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم) د سيمې د مسلو حقيقي عکس نړۍ ته وړاندي کړی دی، خو دا زموږ الميه ده چې د باچا خان، عبدالصمد خان او د ولي خان څخه تراوسه پورې چي چا هم د رياست د بيانيې پرضد غږ پورته کړی په هغو يو شان تورونه لګول کيږي”.

“د ټولو څخه اول په موږ (پي ټي اېم) تور لګول سوی چي غدار دي او د بهر نه ورته پېسې ترلاسه کيږي نو دوي (پي ټي اېم) خو په اوله ورځ ويلي وه چي دوي احتساب ته تيار دي او د نړۍ په هر فورم تيار دي خو تاسو (پوځ) به هم احتساب ته مخامخ کيږئ”.

محسن وويل په پي ټي اېم ځکه تورونه لګي چې دوي احتساب غواړي، د هدفي وژنو، د عدالت پرته وژنو، د بې درکه کسانو احتساب غواړي او چي څوک هم دا تپوس کوي په هغو د بهر نه د پېسو اخيتسو تورونه لګول کیږي.

هغه وويل “پي ټي اېم ويلي چي په دوي کوم تورونه لګيدلي پارلمان دې احتساب وکړي، خو دا څنګه جمهوريت دی چې پوځ ټولي پاليسياني وړاندې کوي او په ټيلي ويژن چېنلو بندېز لګول کيږي”.

داوړ زياته کړه، “دغه خبرې چي د پوځ وياند کړي وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په جنوبي وزيرستان کي هم دغه خبري کړي وې او مالومه سوه چي عمران خان ته دا خبرې د کوم ځای څخه ويل سوي وې”.

هغه وويل چې په سيمه کي “د خلکو نه سرونه غوڅېدل پي ټي اېم او دې خلکو چي علي وزير پکې شامل دی د ترهګرۍ پرضد راپاڅېدلي او نزدې ۱۵۰۰ مشران په دې په هدف سوي چې د دغه جوړي سوي ترهګرۍ مخالفت ئې کولو”.

د طاهر داوړ د جسد راوړو خبره پوځي وياند کړې خو د پېښې د پلټنو څه  وسول؟ دا ځواب دې هم وويل سي.

.