کور / تازه خبرونه / ژر به درې سوه او لس بندونه د هېواد اوبه مهار کړي

ژر به درې سوه او لس بندونه د هېواد اوبه مهار کړي

تېره شپه ولسمشر د هېواد له ټولو واليانو سره وليدل او په بېلابېلو برخو یې ورسره خبرې وکړې.‌

په دغه ليدنه کې د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي‌ رييس عبدالمتين بېګ د ولسمشر مننه وکړه چې ولايتونو ته یې خپل زيات وخت او پام ځانګړی کړی او له همدې امله ده چې په سيمه‌ييزه کچه پرېمانه مثبت بدلونونو پيدا شوي دي.‌

بېګ وويل، ولس ته د خدمت، له خلکو سره د حکومت د اړيکو په ټينګښت،‌ امنيت، همغږي او نادارو او افت ځپليو کورنيو ته د رسېدنې په برخو کې واليانو ښه رول لوبولی دی.‌

د بېګ په خبره، اوس د تېر په پرتله سيمه‌ييزه حکومتولي ښه شوې او د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د سيمه‌ييزې حکومتولي په ټولو برخو کې پرمختګونه وکړي.‌

په دغه غونډه کې ولسمشر واليانو ته وويل چې تر کابینې یې اهميت ډېر دی او زياته یې کړه چې باید له واليانو سره دې ته ورته ناستې لا ډېرې شي.‌

ولسمشر وويل، تر دې وروسته به واليان په ترتيب سره، د کابينی د غونډو برخه وي.‌

ده وويل، د لويو لارو او ولايتونو د امنيت د ټينګ په موخه به د امنيتي‌ او دفاعي وزيرانو او واليانو ګډه ناسته جوړېږي.

ولسمشر په نږدې راتلونکي کې د اوبو پر مهار بيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې ژر بايد د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو د مهار درې سوه واړه بندونه جوړ شي او په دې سربېره بايد لس نور بندونه چې لږ غټ وي،‌ د هېواد په هغو سيمو کې جوړ شي چې لا هم سمه پاملرنه ورته نه ده شوې.

په دغه غونډه کې ولسمشر وويل چې په راتلونکي کې د شپږ زره ښوونځيو په جوړولو سربېره به، شپېته ميليونه ډالر د هېواد په پوهنتونونو هم ولګول شي.

د غونډې په پای کې ولسمشر واليانو ته ورياده کړه چې په راتلونکيو ټاکنو کې دي بې طرفه پاتې شي او په دې سربېره دې، د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کالېزه په بې سارې توګه د درست هېواد په کچه ونمانځل شي.‌