کور / #PTM / کارپوهان: پي ټي ايم ته دي پر ميډيا موقع ورکړل سي، چي د تورونو ځوابونه ووايي

کارپوهان: پي ټي ايم ته دي پر ميډيا موقع ورکړل سي، چي د تورونو ځوابونه ووايي

د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور تېره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر  مشرانو تورونه پوري کړي، چي ګڼي دوی ته د افغانستان او هندوستان استخباراتي ادارې پيسې ورکوي.

نوموړي تېره ورځ په يو خبري کنفرانس کي ويلي وه، چي پي ټي ايم ته په کندهار او جلال اباد کي د هند قونسلګريو پيسې ورکړي وې.

د اصف غفور تورونو ته په  ځواب کي د پي ټي ايم مخکښ مشر محسن داوړ ويلي، چي پښتون ژغورني غورځنګ هر وخت حساب ورکولو ته تيار دی، خو پوځ هم بايد حساب او کتاب ته ځان حاضر کړي.

ښاغلي داوړ ويلي، چي په نړيوال معيار برابر دی څېړني او پلټني وسي، چي پي ټي ايم د چا څخه پيسې اخيستي دي او دا دي ثابته کړي، چي د بهر څخه استخبارات ددوی سره مرسته کوي.

د اصف غفور پر تورنو ګڼو سياستوالو، ليکوالانو او خبريالانو غبرګونونه ښودلي او ويلي ئې دي، چي پوځ کوښښ کوي، چي يو ولسي حرکت په زور او دروغ ويلو کمزوری کړي.

د حکومت مخالف پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري یوې خبري غونډي ته په وینا کي ویلي چې پي ټي ایم د بشري حقونو، جمهوریت او د رښتیا مالومولو د کمیسیون خبره کوي. حکومت باید د دوی خبره واوري، دوی ترهګرۍ ځپلي دي او ‌‌‌‌‌‌ډیر ناورینونه یې لیدلي.

نوموړي وویل، حکومت باید خپله بیانیه د وزیرانو له لاري خپره کړي نه چې د ای ایس پي آر د مشر له لاري.

د ‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼي پخواني مدیر عباس ناصر په خپل ټویټ کي ویلي چې آصف غفور د پاکستان حکومت نه دی، ښه به دا وي چې هغه په خپله اداره خبري وکي، پي ټي ایم د ده اداره (پوځ) تر نیوکو لاندي نیولی. هغه ویلې چې وزیراعظم عمران خان به د ای ایس پي آر مشر ته هم د خبرو کولو په انداز هغه څه ووایي چي پي ټي ایم ته یې ویلې وو.

په امریکا کې میشت وتلی څیړونکی ډاکټر محمد تقي و جنرال آصف غفور ته ویلي چي څه وخت په مطبوعاتو خبري کنفرانس ورکوې نو باید له ثبوتونو سره خبري وکړې خو داسي هیڅ ثبوت نسته چي پي ټي ایم دي له خارجي هیوادونو څخه پيسې اخستي وي.

د بلوچستان پوهنتون پخوانۍ پروفیسره سلما جعفر ویلي پارلمان باید د پوځ ویاند ور و غواړي او پوښتنه ځيني وکړي چي ولي ئې د یوه ولسي غورځنګ پر ضد له کرکي ‌‌‌‌‌‌ډکي خبري کړې او ناسم مالومات خپروي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ژورنالست طه صدیقي ویلي چي پي ټي ایم یو ولسي تحریک دی، د پوځ ویاند هڅه وکړه چې د پاکستان زنده باد تحریک له لاري یې ختم کړي خو ناکامه سو، بیا ئې خپل ټاکل سوی وزیراعظم فاټا ته ولیږی خو ناکامه سو او اوس زوړ تاکتیک کاروي اواوس یې په پي ټي ایم د خارجي فنډونو تور پوري کړ،خو دا به هم ناکامه سي.

د پاکستان پوځ تل هڅه کړې ده چي پښتانه مشران او قامي مبارزين په بېلابېلو تورونو ککړ وښيي، خو د پي ټي ايم مشران وايي، که پر دغه غورځنګ د بهر څخه د پيسو ورکولو تور ثابت سي، نو سزا ګاللو ته تيار دي، که نه وي نو پوځ دي هم حساب کتاب ته را وبلل سي.