کور / راپور / روسیې د داعش ډلې ورځ تر بلې په زیاتېدونکو فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده

روسیې د داعش ډلې ورځ تر بلې په زیاتېدونکو فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده

د روسیې دفاع وزیر وايي ، چي داعش ډلې په افغانستان کي خپل فعالیتونه زیات کړي دي ، چي د دوی اندېښنې راپرولې دي .

دفاع وزیر سرګي سویګو زیاته کړې ، چي امریکا په افغانستان کي دوه لسیزې تېرې کړې خو لا هم دغه هېواد ته په امنیت راوستلو کي پاتې راغلې ده .

نوموړی زیاتوي ، چي د امریکا په شتون کي داعش هم په افغانستان کي سر راپورته کړ او فعالیتونه یې ورځ تر بلې پراختیا مومي .

سویګو وايي ، چي داعش د ټولې سیمې لپاره یو لوی ګواښ دی او که مخه یې و نیول سي نو ناوړه پایلې به ولري ، نوموړي پر شنګهای غړو هېوادونو هم غږ کړی، چي د دې ناوړه پدیدې مخه ونیسي او پر ضد یې اقدامات وکړي .