کور / راپور / د داعش مشر ابوبکر بغدادی وايي، د سريلانکا بريدونه ئې په سوريه کي د خپل غچ لپاره کړي دي

د داعش مشر ابوبکر بغدادی وايي، د سريلانکا بريدونه ئې په سوريه کي د خپل غچ لپاره کړي دي

د اسلامي دولت نومي ډلي يا داعش مشر ابوبکر البغدادي په خپله تازه وېډيويي پېغام کي ويلي، چی د سرېلانکا بمي چاودني ښه کار سوی او دا کار دوی په سوريه کي د داعش د وروستي مورچل باغوز نومي ښار  د لاسه وتلو په غچ کي کړی دی.

نوموړی چي د پنځو کلونو وروسته ئې تازه ويډيويي کليپ خپور سوی دی وايي، د صليبيانو (عيسويانو) پر عبادتځايونو مو ځکه بريدونه وکړه، چي په سوريه کي زموږ له لاسه وتلي ښار باغوز غچ واخلو.

په عربي نړۍ کي د البغدادي وېډيو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل سوي، ځينو ويلي چي نوموړی د سوريې بهر دی او ځينو بيا ويلي، چي د بې خلافته خليفه ځای ځايګی لا هم تراوسه مالوم نه دی.

 په ورته مهال کي روسيې  د داعش ډلې ورځ تر بلې په زیاتېدونکو فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده

د روسیې دفاع وزیر وايي ، چي داعش ډلې په افغانستان کي خپل فعالیتونه زیات کړي دي ، چي د دوی اندېښنې راپرولې دي .

دفاع وزیر سرګي سویګو زیاته کړې ، چي امریکا په افغانستان کي دوه لسیزې تېرې کړې خو لا هم دغه هېواد ته په امنیت راوستلو کي پاتې راغلې ده .

نوموړی زیاتوي ، چي د امریکا په شتون کي داعش هم په افغانستان کي سر راپورته کړ او فعالیتونه یې ورځ تر بلې پراختیا مومي .

سویګو وايي ، چي داعش د ټولې سیمې لپاره یو لوی ګواښ دی او که مخه یې و نیول سي نو ناوړه پایلې به ولري ، نوموړي پر شنګهای غړو هېوادونو هم غږ کړی، چي د دې ناوړه پدیدې مخه ونیسي او پر ضد یې اقدامات وکړي .